پخوا په روم کي یو پاچا حکومت کاوه په هغه زمانه کي روم د یوې ستري پاچهۍ مرکز وو روم د نړۍ د څلورو غټو ښارونو څخه یو وو چي په ښایست او لویوالي کي تر بل هر ښار زیات او لوی وو د روم د پاچا نوم قیصر وو.
قیصر ډېر زړه سواندی او پر خپل ولس مهربانه پاچا وو دې پاچا یو زوی درلودى چي شاهزاده سکندر نومېدی شاهزاده ډېر خپلسری ځوان وو چي زړه به یې ورته وویل هغه کار به یې کاوه هر وخت به یې د خلکو سره شرطونه تړل او زیاتره به یې هغه شرطونه ګټل هم.
یوه ورځ هغه اعلان وکړى چي زه د یوې داسي نجلۍ سره واده کوم چي زه یې هره ورځ پنځه بوټه سهار او پنځه بوټه ماښام وهم. دغه اعلان چي خلکو واورېدى ټول حیران سول هر چا فکر کاوه چي داسي نجلۍ لکه د پاچا زوی چي یې غواړي به هیڅکله پیدا نه سي. دغه اعلان شاوخوا ښارو ته هم ورسېدی په ګاونډي ښار کي یو بزګر اوسېدی یوه لور یې درلوده چي ستورۍ نومېده ستورۍ ډېره ښکلې او پوهه نجلۍ وه هغې چي دا خبر واورېدى په هغه ګړي یې پلار ته وویل چي بابا زه غواړم چي د شاهزاده سکندر سره واده وکړم او په دا رقم سره غواړم چي شاهزاده سکندر ته سزا ور کړم تر څو بل وخت داسي ناوړه شرط کښې نه ږدي. پلار یې ډېر ورته وویل چي زویه مه کوه هغه به دي پنځه بوټه سهار وهي او پنځه بوټه به دي ماښام وهي خو لور یې نه ورسره منله ویل نه بابا زه حتماً واده ورسره کوم.
نو هغه وو چي د ستورۍ او شاهزاده سکندر واده وسو ستورۍ شاهزادګۍ سوه او د پاچا او ملکې مږور سوه ماښام سکندر بوټ راواخیستى غوښتل یې چي ستورۍ شاهزادګۍ پنځه بوټه و وهي ستورۍ شاهزادګۍ ژر ورته وویل ته ودریږه شاهزاده سکندر پوښتنه ورڅخه وکړه چي څه کیسه ده دې ورته وویل دمخه تر دې چي ته ما ووهې یوه ښکلې ماڼۍ راته جوړه کړه. شاهزاده سکندر چي دا واورېدل ویل دا خو دونه ګرانه خبره نه ده سهار به پاچا ته ووایم هغه به ماڼۍ جوړه کړي ستورۍ شاهزادګۍ چي دا واورېدل ویل يا زه د پاچا په پیسو جوړه سوې ماڼۍ نه غواړم بلکي ستا په ګټل سوو پیسو جوړه سوې ماڼۍ غواړم.
شاهزاده سکندر چي دا واورېدل حیران سو په زړه کي یې ویل چي زه خو شاهزاده یم څه سوداګر خو نه یم چي زما پیسې هم د ګټي یا کاروبار پیسې وي شاهزاده په هغه ګړي ولاړی بیده سو سهار چي راویښ سو پاچا ته ورغی هغه ته یې وویل زه درې دانې سمندري بېړۍ غواړم. پاچا حیران سو ویل زویه ته درې دانې سمندري بېړۍ څه په کوې ده ورته وویل زه غواړم چي کاروبار وکړم پلار یې نور حیران سو ویل زویه ته کاروبار ته څه اړتیا لرې شکر دی د پاچا زوی یې خدای هر څه درکړي دي کرار ورته کښېنه. زوی یې ورته ویل بابا زه خامخا ځم نه پاتیږم ته ما ته درې دانې سمندري بېړۍ راکړه چي زه د کاروبار سامان پکښي بار کړم او بل هیواد ته یې د خرڅلاو لپاره یوسم.
پلار یې ناچاره سو ورسره وې منله او درې دانې سمندري بېړۍ یې شاهزاده ته ورکړې شاهزاده خو په زړه کي پرېکړه کړې وه چي تر څو مي په خپل لاس نه وي ګټلې په آرامه به نه کښېنم. هغه و چي شاهزاده د کاروبار مالونه سمندري بېړیو ته ور واچول او په سوداګري سفر روان سو یو څو ورځي چي تیري سوې شاهزاده یوې جزیرې ته ورسېدی هلته یې یو سړی ولیدی چي ګوډ و او ډېر هوښیار او ټګ وو هر کس به یې خطا ایستی او پیسې به یې ځني اخیستلې هغه چي شاهزاده سکندر ولیدى نو یې ورته رامنډه کړه تر لمن یې ونیوى او په زوره یې ورته وویل ها ځوانه ستا پلار زما پښه وړې ده څونه کلونه و سول تر اوسه یې بیرته نه ده راوړې ولي؟
شاهزاده سکندر چي دا واورېدل حیرانۍ واخیستى دلته ګوډ ورته وجوړېدی چي زما پښه بیرته راکړه کنې په بدل کي یوه سمندري بېړۍ راکړه او که دا هم نه کوې نو زه دي خپل پاچا ته ور ولم چي هغه زما سره انصاف وکړي او حق و حقدار ته ورسيږي.
آخر پای شاهزاده سکندر مجبوره سو ویل ستا پښه خو زما سره نسته دغه یوه سمندري بېړۍ واخله ګوډ سمندري بېړۍ واخستله او شاهزاده پر مخ روان سو یو څه چي نور مخ ته ولاړی هلته یې یو مور زاده کوڼ ولیدی هغه هم د ګوډ په شان ورته رامنډه کړه شاهزاده ته یې وویل چي ستا پلار خو زما يو غوږ وړى وه تر اوسه یې بیرته نه دى راوړى ځکه نو اوس یا خو زما غوږ بیرته راکړه او یا یې په بدل کي ستا د دوو سمندري بېړیو څخه یوه ماته راکړه چي زما حق ادا سي.
شاهزاده ډېر غالمغال ورسره وکړى مګر ګټه یې نه کوله کوڼ زور ورسره کاوه آخر شاهزاده مجبوره سو یوه سمندري بېړۍ یې کاڼه ته ورکړه او د جنجاله څخه یې ځان خلاص کړى اوس نو د شاهزاده سکندر سره یو سمندري بېړۍ پاته سوه یو څه چي نور مخ ته ولاړى یو رېګستان په مخه ورغی. شاهزاده سکندر په رېګستان کي پر مخ روان سو چي ښه ډېر مخ ته ولاړى هلته یې په وچ دښت بیابان کي یو پالېز په غټو غټو هندوانو ډک وو د دې پاليز پاليزوان په يوه سترګه ړوند وو کله چي يې شاهزاده وليدى په منډه يې مخ ته راغى او شاهزاده ته يې وويل چي ستا پلار زما څخه يوه سترګه وړې وه اوس به يا زما سترګه بيرته راکوې يا به دي دا بېړۍ راکوې،شاهزاده دا بېړۍ هغه ته ورکړه او خالي لاس ځني روان سو. شاهزاده چي یو څه نور مخ ته ولاړى هلته یې یو د ښیښو څخه جوړ سوی شيش محل ولیدى شاهزاده ور مخته سو دروازه یې ور وټکوله.
یوه حبشي مريي دروازه خلاصه کړه ده ورته ویل چي ورسه ستا څښتن ته ووایه چي که یې مزدور په کار وي زه حاضر يم هغه چي دا واورېدل ولاړی یو ګړی وروسته یوه جادوګره راغله شاهزاده سکندر ته یې وویل چي تا پر لاری څه څه ولیدل؟
ده چي څه لیدلي وه هغه یې ټول ورته بیان کړل جادوګري چي دا واورېدل درد ورغی ویل ته دراوغ وایې که رښتیا وایې نو ونیسه په ما یې هم ووینه چي زړه ته مي ولویږي. شاهزاده سکندر خو ګوډ لیدلی وو کوڼ یې لیدلی و او د هندواڼو پالېزوان یې لیدلی و ژر یې جادوګره د ځانه سره ملګرې کړه بیرته را روان سو مګر چي د هندواڼو د پالېز پر حد راغی هلته پالېز نه وو سپېره میدان وو شاهزاده حیران ولاړی وروسته چي نور مخ ته ولاړی د کاڼه او د ګوډ ځای ته ورغی هغه هم هلته نه وه سپېره میدان وو ځکه چي دغه ټول شیان د جادو وه او بیرته غیب سوي وه. جادوګري ته درد ورغی ویل تا درواغ راته وویل هغه و چي شاهزاده سکندر یې په خپله ماڼۍ کي بندي کړى دریمه ورځ جادوګري شاهزاده سکندر ته یوه بوریا ورکړه یو یې د تازه ګلانو امیل ور په غاړه کړى او بیا یې خپل یوه ملګري ته ور واستاوه دغه سړی د ژړو سوداګر وو او د جادوګري په رقم ډېر لوی جادوګر وو.
شاهزاده سکندر د هغه سره اوسېدی او شپږ میاشتي یې ورسره تیري کړې یوه ورځ جادوګر سوداګر شاهزاده سکندر رود ته واستوى چي ورسه اوبه راوړه شاهزاده سکندر سولاغه د ځانه سره واخیستله رود ته ورغی هلته د رود پر غاړه کښېنستی د رود پر غاړه یوه درخته وه او په درخته کي یوه کوتره ناسته وه شاهزاده سکندر چي کوتري ته وکتل ژر یې په زړه کي یو خیال راغی بیا یې دوه دانې خطونه ولیکل یو یې د پاچا په نامه ولیکی او په هغه کي یې خپل ټول حالات په تفصیل سره ولیکل بل خط یې د ستورۍ شاهزادګۍ په نامه ولیکی په هغه کي یې ولیکل چي زه ډېر خوشاله یم د یوه ډېر لوی سوداګر سره کار کوم او ډېر مي ساعت تېر دی.
وروسته شاهزاده سکندر دغه خطونه را واخیستل د کوتري په غاړه یې ور وځړول کوتره په هغه ګړي په هوا سوه او والوتله تر ډېرو مزلو وروسته په دا بله ورځ کوتري دواړه خطونه ورسول مګر خطونه سره بدل سوه د ستورۍ شاهزادګۍ خط د روم پاچا قیصر ته ورسېدی او د پاچا خط ستورۍ شاهزادګۍ ته ورسېدی.
د روم پاچا لیک ولوستى خوشاله سو چي زوی مي خوشاله دی ساعت یې تېر دی. هلته ستورۍ شاهزادګۍ پرېشانه سوه ځکه چي شاهزاده سکندر د سفر سختۍ بیان کړي وې. چي سهار سو شاهزادګۍ د پاچا څخه اجازه وغوښته چي زه غواړم د یو څو ورځو لپاره د پلار کور ته ولاړه سم. پاچا اجازه ورکړه. ستورۍ شاهزادګۍ د پلار کره راغله هلته یې یوه د غوا پښه د ځانه سره را واخیستله یوه یې د غوا سترګه او يو يې د غوا غوږ د ځانه سره واخیستى یوه لښته او سندوخ یې هم ورسره واخیستل بیا یې د هلکانو کالي واغوستل او د شاهزاده سکندر پر پله باندي روانه سوه. ستورۍ شاهزادګۍ د سمندري بېړۍ له لاري هغه جزیرې ته ورسېدله چیري چي شاهزاده سکندر کښته سوی وو هلته ستورۍ شاهزادګۍ ګوډ ولیدى هغه ورته وویل ستا پلار دا څو کاله مخکي زما پښه وړې وه بیرته یې نه ده راوړې هغه راکړه، ستورۍ شاهزادګۍ د غوا پښه راوکښله او ور یې کړه او ورته ویل دغه ستا پښه ده د خپلي پښې سره یې وګوره که نه وه وسره سمه هغه بله پښه به دي هم درڅخه پرې کړم او په عوض کي به یې بله پښه ورسره درکړم او ته چي کومه سمندري بېړۍ لرې هغه هم درڅخه اخلم.
دا چي يې واورېدل ګوډ ویل زه خو مور زاده ګوډ یم ها دغه ده سمندري بېړۍ هم واخله خو په ما کار مه لره ګوډ هغه سمندري بېړۍ چي د شاهزاده سکندر څخه یې اخیستې وه بیرته ستورۍ شاهزادګۍ ته ورکړه ستورۍ شاهزادګۍ چي یو څه مخته ولاړه یو کوڼ یې ولیدی هغه ستورۍ شاهزادګۍ ته وویل چي ستا پلار خو زما غوږ وړې وو هغه دي ولي بیرته نه دى راوړى ستورۍ شاهزادګۍ ورته وویل ها دغه ستا غوږ دى د دې بل غوږ سره یې وګوره که سم نه وو ورسره هغه بل غوږ به دي هم درڅخه پرېکړم او په بدل کي به یې بل داسي غوږ درکړم چي جوړه یې وي او کنې کمه سمندري بېړۍ چي ته لرې هغه هم در څخه اخلم.
کاڼه چي دا واورېدل وارخطا سو ویل نه خوري زه خو مورزاده کوڼ يم بخښه غواړم ها دغه ده چي سمندري بېړۍ غواړې وایې خله. کاڼه هم د ګوډ په شان ستورۍ شاهزادګۍ ته سمندري بېړۍ ورکړه ستورۍ شاهزادګۍ پر مخ روانه سوه تر ښه ډېر مزله وروسته یو رېګستان په مخه ورغی. په دې رېګستان کي يو د هندواڼو پاليز په مخه ورغى پاليزوان هم پر را و ځغستل او ورته و يې ويل چي ستا پلار زما سترګه وړې وه يا هغه راکه يا به په دې بيړيو کي يوه ماته راکوې ستورۍ شاهزادګۍ ورته وويل چي دا ده سترګه دي واخله د دې بلي سترګي سره يې و ګوره که يو شى وه خو ښه تر ښه کنې دا بله سترګه دي هم کاږم او بله داسي سترګه به در پيداکړم چي دواړي سره برابري وي کنې دا بيړۍ چي لرې دا به هم درڅخه بوزم هغه پاليزوان په سترګه لاس و نيوى او په زاريو وويل چي يا زما مور زاده دا يوه سترګه نسته وروسته ستورۍ شاهزادګۍ ژر لښته د بغله څخه راوکښله هندواڼو ته یې ونیوله په زرو هندواڼې یې ماتي کړې.
ستورۍ شاهزادګۍ پر مخ روانه وه هندوانې یې ماتولې آخر دا ده د جادوګري ماڼۍ ته ورسېدله. جادوګره چي ور ووتله پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي څه شي غواړې دې ورته وویل چي زه خو د ژړو تېلو سوادګر را استولې یم هغه ستا سره یو څه کار لري او ویل ورته ووایه چي راسه جادوګري ورته وویل سمه ده ته دلې اوسه زه دا اوس ورځم چي د ژړو تېلو سوداګر څه وايي.
جادوګره چي د ژړو تیلو د سوادګر پر خوا روانه سوه ستورۍ شاهزادګۍ ژر ماڼۍ ته ور ننوتله په ماڼۍ کي په سوو خلک بندیان وه ستورۍ شاهزادګۍ ټول خلک ايله کړل. په دې وخت کي چي ستورۍ شاهزادګۍ خلک خوشي کول شاهزاده سکندر راغی هغه د ژړو تېلو سوداګر را استولی وو او جادوګري ته یې د ژړو تیلو د سوادګر یو پیغام راوړی وو.
ستورۍ شاهزادګۍ چي شاهزاده سکندر ته وکتل په هغه ګړي یې و پېژندى مګر شاهزاده سکندر نه پېژندله بیا ستورۍ شاهزادګۍ په تُنده لهجه شاهزاده سکندر ته وویل د مخه تر دې چي جادوګره راسي او تا مړ کړي ته باید په تېښته د دې ځایه ولاړ سې. شاهزاده سکندر چي دا واورېدل وارخطا سو مګر نه تلی پر خپل ځای کلک ولاړ وو ستورۍ شاهزادګۍ پوه سوه چي شاهزاده سکندر نه ځي په دې وخت کي هغه یوې خوني ته ورغله په دغه خونه کي یوه لویه کڅوڼه د کوچنیو ډبرو څخه ډکه وه په دغو ډبرو کي د جادوګري روح پټ وو ستورۍ شاهزادګۍ ژر دغه ډبري راواخیستلې ژر بهر راووتله.
په شاهي ماڼۍ کي یوه واله وه ټولي ډبري یې په واله کي وبهولې. په دې وخت کي جادوګره راورسېدله ټوله بدن یې رېږدېدی غوښتل یې چي پر ستورۍ شاهزادګۍ حمله وکړي مګر جادو یې اثر نه درلودى ځکه چي ټولي ډبري د والې په اوبو لندې سوي وې یوه هم وچه نه وه پاته. په دې وخت کي د جادوګري غاړه کږه سوه د جادوګري تر خولې ویني راغلې او مړه سوه. شاهزاده سکندر د جادوګري د ماڼۍ په یوه خونه کي حیران و پرېشانه ناست وو چي د جادوګري تر وژلو وروسته ستورۍ شاهزادګۍ بیرته د خپل ښار پر خوا روانه سوه او په دوې ورځي کي شاهي ماڼۍ ته راورسېدله. دوې ورځي چي نوري تیري سوې دا دی شاهزاده سکندر هم راو رسېدی هغه د جادوګري ډېره شتمني د ځانه سره راوړې وه پلار یې د زوی په لیدو ډېر خوشاله سو.
ماخستن چي سو شاهزاده سکندر بوټ راوخیستى غوښتل یې چي ستورۍ شاهزادګۍ ووهي په دې وخت کي ستورۍ شاهزادګۍ ږغ پر وکړى چي ودرېږه زه یوه مهمه خبره درته کوم. شاهزاده سکندر چي لاس ونیوی ستورۍ شاهزادګۍ یو سندوخ خلاص کړى دهغه څخه یې یو د ګلانو امېل او یوه بوریا راوکښله او هغه لیک یې هم راوکښى چي شاهزاده سکندر پلار ته لیکلی وو مګر په غلطي سره هغه لیک د ستورۍ شاهزادګۍ لاسو ته ورسېدى شاهزاده سکندر چي دغه شیان ولیدل حیران ولاړى چي دغه شیان څنګه د ستورۍ شاهزادګۍ لاس ته ورغلي دي بیا ستورۍ شاهزادګۍ ټوله کیسه د سره تر پایه ورته وکړه چي څنګه مي د جادوګرو د بنده وژغورلې کنې اوس به هلته پروت وای.
شاهزاده سکندر چي دا واورېدل سر یې کښته وځړاوه ولي چي هغه خپل شرط بایللی وو بیا یې ستورۍ شاهزادګۍ ته وویل چي ګوره چا ته ونه وایې چي شاهزاده سکندر شرط وبایلى او د داسي حالاتو سره مخامخ سو. وروسته دواړو ښه د خوښۍ ژوند سره پیل کړى او بیا په ژوند کي هیڅکله غم او تکلیف ونه لیدى.
ياداښت: دا نکل د افسانوي هينداره په لومړي ټوک کي خپور سوئ.