جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې د سختو ورښتونو له کبله ۱۰ تنه مړه شوي

په هرات کې د سختو ورښتونو له کبله ۱۰ تنه مړه شوي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۴ مه) د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د شدید باران له کبله د یوې ښځې په ګډون ۱۰ تنه مړه شوي دي.

د سختو بارانونو له کبله په اوبه، چیشت شریف، ادرسکن، روباط سنګین، ګلران، پښتون زرغون او انجیل ولسوالیو کې سیلونه راغلي او په نتیجه کې یې لږترلږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.

په یوه پېښه کې باران د جومات د امام کور ونړاوه او د یوې اومیندوارې ښځې په شمول یې څلور تنه یې مړه کړل.

شاهدان وايي چې دا کور د سیمې د ملاامام و خو ملا په خپله ژوندی پاته دی.

په بله پېښه کې د هرات ښار په صوفي اباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي د هغوی د کور د نړېدو له کبله مړه شوي دي. په دې پېښه کې ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سې شنبې د ورځې له سختو بارانونو وروسته هرات ښار ته د شاوخوا سیمو سړکونه بند شوي دي.

هرات د تېر کال د اکتوبر د میاشتې په سختو زلزلو کې هم د سختو مرګ ژوبلو او تاوانونو شاهد و. د هرات د تېر کال په زلزلو کې ۱۵۰۰ تنه مړه شول او زرګونه نور بې کوره شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب