شنبه, اپریل 27, 2024
Home+شرمښان" لیوان" | متقاعدجنرال دولت وزیري

شرمښان” لیوان” | متقاعدجنرال دولت وزیري

وايي! خدای دې په لیوانو مات کړه، خو نه وايې چې په زمریانو مات شي، دا ځکه کله چې زمري په رمه ور ګډ شي، د خپلې اړتیا سره سم داړنه کوي او نور پر خپله مخه ځي.

لیوان د نورو ځناورو په پرتله بیا ډیر وږي او ډیر حریص دي. کله چې په رمه ور ګډ شي تر هغه پورې داړنه کوي، تر څو چې شپون راخبر شي او یا وزې او پسونه ختم شي.

له بده مرغه ځینې انسانان هم د لیوانو په څیر ځناور وي، نه مړیږي او نه يې په بې وزلیو زړه سوځي، تل وژني او جګړې زیږوي، نفرتونو ته لمن وهي او خپله شتمنې زیاتوي. دوی له تله د انسانانو په کالیو کې وږي لیوان دی او حتی له لیوانو بد تره دي، ځکه چې دوی په ډیر مکر وژل کوي خو لیوان بیا په مکر نه پوهیږي.

زموږ په هیواد کې هم د وږو لیوانو شمیر کم نه دي. له وژلو او زورولو خوند اخلي، په ډول ډول پلمو جګړو ته لار پرانیزي، د قوم، ژبې او سمت په نامه تجارت کوی، خلک غولوی، د مکر ژړا کوي او په سپينو سترګو بېوزلي هیوادوال داړي.

دا ډله په اصطلاح انسانان د وږو لیوانو تر څنګ د موږکانو صفت هم لري. موږکان هغه څه ته چې اړتیا هم نه لري سوري کوی او له منځه یې وړي. دوی هم په هر څه کې د تروو د مچانو په څیر بنګیږی او ځان د هر علم د پوهيدو سقراط، افلاطون او ارسطو ګڼي.

د وږو لیوانو څخه د خلاصون لپاره هوښیارو شپنو ته اړتیا ده، تر څو ملت او خپل خلک د دوی له داړلو څخه وژغوري او د موږکانو څخه د خلاصون لپاره هم ملیتین پکار دي او هغه هم يوازي هوښیار او پوه کسان کولای شي چې د موږکانو پر ضد يې وکاروي.

راځئ چې نور ونه غولیږو، جګړې ونه کړو، ځانونه د نورو د شتمن کیدو لپاره قربان نه کړو، یو افغان ملت شو، افغانستان خپل هیواد وګڼو او هیچا ته اجازه ور نه کړو چې د خپلو ناروا ګټو لپاره مو استعمال کړي.

هیواد سولې او رغولو ته اړتیا لري او هغه يوازي موږ او تاسي کولای شو او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب