چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهد مصنوعي ذهانت پلار او یوه بل ساینسپوه د فزیک د نوبل...

د مصنوعي ذهانت پلار او یوه بل ساینسپوه د فزیک د نوبل جایزې وګټلې

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۸ مه) امریکایي ساینسپوه جان هاپفیلډ او برتانیايي – کاناډایي ساینسپوه جیفري هینټن د ماشیني زده کړې په برخه کې، چې د مصنوعي ذهانت بنسټ ګڼل کېږي، د څېړنو او اختراعاتو په خاطر د سږکال د فزیک د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول.

د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمي، چې د نوبل د ساینس جایزې ګټونکي ټاکي، د سې شنبې په ورځ، (د اکتوبر ۸ مه) د دې خبر د اعلانولو ترڅنګ وویل: «د سږ کال ګټونکو د فزیک د علم په وسیله د هغو میتودونو د پنځولو او پراختیا ورکولو لپاره کار اخیستی چې د نن ورځې د ځواکمن مصنوعی ذهانت اساس دی. د مصنوعي عصبي شبکو پر اساس د ماشین روزنه اوس ساینس، انجینیري او ورځنی ژوند بدلوي.»

جیفري هینټن، چې ډېر یې د “مصنوعي ذهانت پلار” بولي، تیر کال په ګوګل کې له خپل کلیدي پوست څخه استعفا وکړه ترڅو بې محدودیته د ټکنالوژۍ د خطرونو په اړه څرګندونې وکړای شي.

د نوبل د فزیک جایزه، چې د نوم او ستر ویاړ تر څنګ۱،۱ میلیون ډالره پیسې هم ورسره دي، د سږ کال د دوو ګټونکو تر منځ وېشل کېږي.

د نوبل د جایزې د ادارې په بیان کې ویل شوي چې ۷۶ کلن جیفری هینټن په بریتانیا کې زېږېدلی، او د کاناډا د تورنتو پوهنتون متقاعد استاد دی. ده داسې میتود رامینځته کړی چې کولی شي په اتومات ډول په ډیټا کې مطلوب اجزا ومومي او دندې ترسره کړي لکه په عکس کې د ځانګړو عناصرو موندل.

د نوبل جایزې کمیټې د فزیک د برخې مشر الن مون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که څه هم مصنوعي ذهانت خورا ډېرې ګټې لري، خو په په عین حال کي د انسان د راتلونکي ژوند په اړه یې یو لړ اندېښنې رامنځته کړي دي، نو دا د ټول بشریت مسوولیت دی چې له ټکنالوژۍ څخه د ټولو د ګټو لپاره خوندي او اخلاقي ګټه واخلي.»

د ادبیاتو او سولې پر جایزو ترڅنګ، د نوبل د فزیک جایزه معمولاً تر نورو جایزو ډېر پام ځان ته اړوي.

په تیرو ۱۲۹ کلونو کې د فزیک جایزې د البرټ انسټاین، نیلس بور او انریکو فیرمي په شان سترو ساینسپوهانو ګټلي دي.

د نوبل د طب جایزه دوو امریکايي ساینسپوهانو وګټله

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب