چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهډنمارک وايي، د سپټمبر له ۱۸ وروسته تمدید شوي افغاني پاسپورټونه نه...

ډنمارک وايي، د سپټمبر له ۱۸ وروسته تمدید شوي افغاني پاسپورټونه نه مني

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۸ مه) وروسته له دې چې طالبانو تر لسو په ډیرو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له لوري د پاسپورټونو او نورو اسنادو ورکړه بې اعتباره اعلان کړه، ډنمارک هم له هغو هیوادونو سره یوځای شو چې نور له دغو سفارتونو څخه صادرېدونکي پاسپورټونه نه مني.

د شینګین نیوز د خبر له مخې، د ډنمارک د کډوالو ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ډنمارک پریکړه کړې چې هغه افغان پاسپورټونه نور په رسمیت نه پیژني چې د روان م کال د سپټمبر میاشتې له اتلسمې وروسته تمدید شوې دي.

شینګین نیوز وايي، د ډنمارک د کډوالو د چارو د ادارې د پریکړې له مخې هغه افغانان چې د سپټمبر له اوولسمې وروسته تمدید شوي پاسپورټونه لري او دې هیواد ورته پناه ورکړې، باید نوي افغاني پاسپورټونه واخلي.

د راپورله مخې ډنمارک له دغو افغانانو سره که غوښتي یې وي چې د نویو پاسپورټونو د اخیستو لپاره افغانستان ته لاړ شي هم ستونزه نه لري خو هغه افغانان چې ډنمارک ورته سیاسي پناه ورکړې، د دې هیواد سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کولی شي.

ډنمارک دغه پریکړه له هغې وروسته کړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د زمري یا اسد په نهمه اعلان وکړچې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته چې ورسره اړیکي لري، د نورو سفارتونو او قونسلګریو له خوا ورکول کېدونکي پاسپورټونو او نور اسناد د اعتبار وړ نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې پر اساس، د تېرې میاشتې په وروستیو کې په لندن کې د افغانستان سفارت بند شو، جرمني او یو شمېر نورو هیوادونو هم د افغانستان سفارتونه بند کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب