Home+په دې ورځ د ولسمشرۍ لومړني ازاد انتخابات ترسره شول

په دې ورځ د ولسمشرۍ لومړني ازاد انتخابات ترسره شول

تاند- له نن څخه ۲۰ کاله وړاندې د ۲۰۰۴ م کال د اکتوبر په ۹ مه د  افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د ولسمشرۍ ازاد او دیموکراتیک انتخابات ترسره شول.

د دغو انتخاباتو په نتیجه کې حامد کرزی، چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د حکومت له پرزول کېدو وروسته د موقت حکومت مشر و، بریالی شو.

د رایو په شرایطو برابرو شاوخوا ۷۵ سلنه خلکو (کابو ۱۲ ملیونه) د رای اچولو لپاره نومونه لیکلي وو.

حامد کرزي ۵۵ اعشاریه ۴ سلنه رایې وګټلې او د افغانستان په تاریخ کې لومړنی منتخب ولسمشر غوره شو.

په پیل کې په پام کې وه چې دا انتخابات د ۲۰۰۴ کال د جولای په پنځمه وشي خو د اکتوبر نهمې ته وځنډول شول.

د کرزي په وړاندې ۲۳ تنو ځانونه کاندید کړي وو خو پنځه تنه د انتخاباتي کمپاینونو په مهال له کاندیداتورۍ تېر شول.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د کرزي په وړاندې د جمعیت ګوند یونس قانوني، د ملي اسلامي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، او د وحدت ګوند محمد محقق د پام وړ کاندیدان ول چې تر نورو یې ډېرې رایې وګټلې.

ناکامو کاندیدانو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه ولګول خو خپلواکو نړیوالو څارونکو، ملګروملتو او اروپايي ټولنې، چې انتخابات یې څارل، د هغوی تورونه رد کړل.

طالبان هماغه مهال کمزروي وو ځکه ډېرو خلکو په انتخاباتو کې خپلې رایې وکارولی شوې. خو له دې سره سره طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره تر وسه وسه هڅه وکړه. د دوی په حملو کې، چې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې یې وکړې، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ۱۵ غړي ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول. په نورستان کې د انتخاباتو د ملاتړ دوه بهرني قراردادیان ووژل شول. همداراز د انتخاباتو په لړ کې د ملي اردو ۵ سرتېري د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

په کوم ولایت کې کوم کاندید ډېرې رایې وګټلې:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...