چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Home+وطن ادب |دودیال

وطن ادب |دودیال

د کلتوري خدماتو (Cultural Services) یوه په زړه پورې او له نوښت ډکه برخه زموږ معاصر ادبیات او په دې برخه کی څېړنه او د پنځول شویو آثارو بیلګې دي. له نیکه مرغه په دې برخه کې “وطن ادب” انستیتیوت لویه پازه په غاړه اخیستې او زموږ د ویړهڅوب ډېره برخه یې خپله لمن کې خوندي کړه.

“وطن ادب”  د افغانستان د معاصرو ادبیاتو انستیتوت یوه څېړنیزه- علمی خپلواکه موسسه ده. دغې موسسې له تېر یو نیم کال راهیسې د پښتو، دري او اُزبکې ژبو د معاصرې دورې ادب او زموږ د ټول ملی فرهنک د بېلابیلو ارزښتونو او عناصرو د څېړنې او پالنې لپاره کار پیل کړی دی او ژمنه یې کړې چې دا هڅې به پراخوي او دوام به ورکوي.

د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د څېړنې انستیتیوت (وطن‌ادب)، یو خپلواک څېړنیز- علمي بنسټ دی، چې د هېواد د معاصرو ادبیاتو د څېړنې، سپړنې، بیا خپراوي او په ملي ویښتیا- روښانتیا بهیرکې د هغوی د ونډې د پېژندنې لپاره منظم فرهنګي کار کوي. وطن ادب دات کام تراوسه دزیات شمېر لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو اثاراو ژوندلیکونه خوندي کړی دي او لا دوام لري. اصلي موخه یې د ملي فرهنګ د یوې غوره برخې (معاصرو ادبیاتو) خوندي کول او نویو نسلونو ته یې د یوه معنوي ارزښت په توګه ورپېژندل، په راتلونکي کې د ادبي پنځونو لپاره د یوې تجربوي هیندارې په بڼه د هغو روڼول،د ادبیاتو په مرسته ملي یووالي، د انسانمحوره ارزښتونو پالنې او ټولنیز سمون ته لار هوارول، د ځوانانو روزل او زموږ د ملی کلتور له مهمې برخې خبرول دي چې منځپانګه اوښکلا یې په ریښتیا سره د ټولو ژبو ادبيات  او د ګډ ملي فرهنګ ښکلي او رنګارنګ ارزښتونه دي.

د انستیتیوت له نظره، دهېواد  په معاصرو ادبیاتو د تمرکز عامل او انګېزه دا ده:

۱. د انګریز داستعمار په وړاندې د توري ترڅنګ د قلم اوچتول، دخپلواکي د بېرته ګټلو سره د ملت شعوري ویښول او د نوي عصر له غوښتنو یې خبرول مهمه انګیزه ده. د دغه دور شواهد ښيي چې دمشروطیت د غورځنګ د جوړېدو او په تېره بیا د سراج الاخبار له خپرېدو او بیا داستقلال له ترلاسه کولو را وروسته موږ د نویو ادبیاتو د راپیلېدو شاهدان یاستو، دغو ادبیاتو ځینې مهمې ځانګړنې لرلې: د افغاني ټولنې د ژوند حقایق یې منعکسول، د ملت- دولت جوړېدو اساسي روایتونه یې بیانول ( ملي یووالی، معارف،  د موډېرن ژوند ارزښتونه، تکنولوژي)، پرمختګ او په نړۍ کې د افغانستان سیال کول، ملتپالنه او وطندوستي یې جوله وه. همدا راز ننني نسل ته یې ډېر ښکاره او واضح پیغامونه لرل. دغه ټول ارزښتونه او پیغامونه باید اوسمهالي نسل ته رسېدلي وای او باید ورسیږي. په همدې پار د معاصرو ادبیاتو دغه انستیتیوت چې په ۲۰۲۳ م.(=۱۴۰۲ل.)کال کې ثبت او راجستر او د افغان ملي شخصیتونو په همکارۍ یې د معاصرو ادبیاتو د تدوین چارې پیل کړې، چې اوس یې د یوه ادبي دایرةالمعارف په بڼه بشپړه او خپله برېښناپاڼه ( www.watanadab.com )  یې تر لاس لاندې نیولې ده، چې اوس د نړۍ سراسر کې ډېر کتونکي او استفاده کوونکي لري.

د دغې برېښنا پاڼې ارزښت په دې کې دی چې د ګران هېواد د ادب آنلاین خپرول اوخوندي کول د نن ورځې یوه غوښتنه ده. دا د ملی ادبیاتو دڅېړونکو او مطالعه کوونکو لپاره یوه آسانه سرچینه ده.

۲. د معاصرو ادبیاتو دمتونو اهمیت ته په کتلو باید دا آثارپه ټوله نړۍ او افغانستان کې مېشتو افغانانو ته ورسیږي. ستونزه دا وه، چې دغه پخوا چاپ شوي متون اوس د کتاب په بازارکې نه موندل کېدل، په تېره بیا د بهرمېشتو افغانانو لپاره بیخي د مرغۍ پۍ ګرځېدلي وو. نړۍ ډیجیتال شوې ده، خلکو متون انلاین غوښتل، هوښیارو ملتونو لا پخوا خپلې ادبي پانګې انلاین کړې وې. افغانانو که څه هم دا هڅې پخوا لږ وډېرې راپیل کړې وې، خو تخصصي، منظمې او څانګیزې نه وې، نو ځکه دغه بنسټ د www.watanadab.com   له طریقه  دا تشه ډکه کړه. په دې برېښنا پاڼه کې، چې یوازې او یوازې ادبیاتو ته ځانګړې شوې؛  ټولې برخې د تاریخي تکامل او زماني تسلسل پربنسټ تر دقیق او څېړنیز میتود لاندې معاصر ادبیات خپروي، چې له نېکه مرغه اوس په ټوله نړۍ کې په انلاین بڼه کتل کېدای شي.

۳. زموږ ټولو لپاره د فرهنګي هویت مسئله مهمه ده. په مورنۍ ژبه لیک لوست او په خپلو ادبیاتو پوهېدل د دغې هویتي- فرهنګي اړتیا یوه برخه ده. www.watanadab.com   پېغلو او ځوانانو سره مرسته کوي، چې له خپل هویت و فرهنګ و ادبیاتو سره اشنا شي، دلته به مثلاً؛ د استاد الفت اسانه او خواږه نثرونه ولولي او د استاد بېتاب ښکلي غزلونه او  د یوه اوزبیک شاعر وطنپرستانه شعرونه و داستانونه به لولي، چې د ټولو محور افغانستان او افغان ملت ورح بلل کیږي. دخپل هېواد له تاریخ، هویت او فرهنک سره آشنایی د تاریخ او بشري علومو دټولنې موخه هم ده چې مخکې دیوې مقالې په ترڅ کې وښودل شول. د وطن ادب د انستیتیوت بله موخه د ځوانانو او نویو ادبی څېرو روزنه هم ده.

د دېرش کلن بحران له امله په بهر کې د افغانستان د ادبیاتو بهرنیو څېړونکو، ختیځ پېژندونکو او د افغانستان بهرنیو مینه والو، د کوزې پښتیخا او بیا تر هندوستان او نورو هېوادو کی کورنیو او بهرنیوڅېړونکو (بالخصوص بهرمېشتو افغانانو) ته پښتو، دري، اوزبیکي اود نورو ژبو افغاني کتابونه په آسانه مهیا نه وو، تر دې روسته به دغه برېښنا پاڼه د یوه انلاین کتابتون حیثیت ورته ولري.

ډېره تمه ده پشه یی او بلوڅي ادبیات هم د دې انستیتتیوت د کار برخه شي. تمه دا ده چی د دغو دوو ژبو څیړونکی او لیکوال پاملرنه وکړي. په دې کې شعر، داستانی ژانر(لنډه کیسه او ناول)، طنز، هنري نثر، فولکور، د ادبیاتو تاریخ، د ماشوم ادبیات، ادبي پوهنغونډ اود کتابونو پېژندنه ځای لري. د وخت او تقاضاوو په غوښتنې سره یی لمن نوره هم پراخېدای شي.  په نورو هېوادو کې د دې ډول کلتوری خدمتونو د ترسره کولو لپاره لوی او د پراخ تشکیل او کافی بودجې لرونکي حکومتی موسسات او مراکز فعال دي، خو افغانستان د څلوېښت کلن جنګ له امله ونشو کولای دا تشه ډکه کړي. په مجموع کې د حکومت ډېر خدمات ناچیزه، ناکافی او بی کیفیته دي، له همدې امله افغانانو په خپل همت ملاوتړله، دملی هویت د دفاغ لپاره یې د تاریخ او ټولنیزو علومو ټولنه، دافغانستان لوی قاموس، ادبی او علمی مجلو او کتابونو خپرولو، وطن ادب انستیتیوت او دې ته ورته بنسټونو، تدابیرو او اقداماتو باندې کار پیل کړ چې له نیکه مرغه ډېره عالی پایله لري. دا هڅې دوام لري، د هېواد له دننه نیولې؛ تر آسترلیا، امریکا او اروپا پورې درنو فرهنګیانو د دې هڅو ملاتړ کړی دی او عملاً کار ورسره کوي.

د وطن ادب د انستیتیوت همکاران هغه محققان دي، چې د خپلو ژبو په ادبي څېړنو کې تخصص لري او له انستیتیوت سره منظمه قرارداد شوې همکاري کوي او ورسره هغه لیکوال او څېړونکي، چې د ادبي مینې او فرهنګي علاقمندۍ له مخې انستیتیوت ته خپلې لیکنې، څېړنې او تخلیقي اثار استوي. دا کلتوری خدمات به دتاریخ پاڼو کې ثبت شي او زموږ فرهنګی میراث به امانت نوي نسل ته ورسیږي. د انستیتیوت ویبسایت www.watanadab.com     د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې انلاین  شو، په دومره موده کې تر دولس زره مخه زیات متون په دقت او څېړنیز احتیاط سره خپاره شوي او کار دوام لري.

 زه یوځل بیا له درانه مشر، خوږ ژبي شاعر، ملی لیکوال ښاغلي جهانی صاحب څخه مننه کوم چې د کلتوري خدماتو دځینو بېلګو ثبت او ضبط ته یې ځير کړم، کنه زموږ د دواړو وېره او اندېښنه کلتوری وروسته والي( Cultural lag) ته وه، خو ډاډمن یاستو چې ان شاالله که دا ډول هڅې دوام وکړي، هیڅ اندېښنه به نه لرو. خدای پاک دې د کلتوری خدماتو کارکوونکو ته لوی اجر او ثواب په برخه کړي او خدای دې هغه ورځ راورسوي چې زموږ حکومتی علمی، څېړنیز او کلتوري مراکز هم فعال شي، دغه زېرمې ورولېږدول شي او یو ثابت، لوی، رسمي، ډاډمن دیجتال سیستم کې دملی- معنوي شتمني په توګه خوندي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب