چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو د ټاپي له اجرايي رييسه وغوښتل چې د پروژې کار چټک...

طالبانو د ټاپي له اجرايي رييسه وغوښتل چې د پروژې کار چټک کړي

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۷ مه) د طالبانو حکومت د ټاپي پروژې له اجرايي ريیس څخه وغوښتل چې د دې پروژې عملي کار چټک کړي.

وروسته له دې چې تېره میاشت د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیلېدو چارې رسماً اعلان شوې، تراوسه پورې عملاً په دې برخه کې کار نه دی شوی.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر هدایت الله بدري پرون د ټاپي له اجرايي ريیس مراد امانوف سره وکتل او له هغه سره یې د دې پروژې د عملي کار د چټکولو په اړه خبرې وکړې.

بدري د ټاپي اجرايي ريیس ته وویل چې وزارت یې د پروژې په کار کې د چټکتیا راوستلو په برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

د کانونو او پیترولیم وزارت ویاند همایون افغان د ښاغلیو بدري او امانوف کتنې ته په اشارې وویل، «په دې غونډه کې، د ټاپي پروژې او پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو، د ټاپي سترې پروژې د عملي کار پر چټکتیا، د کمپونو جوړولو، سیمه ییزو خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، افغانانو ته د تحصیلي بورسونو برابرولو، په هرات ښار کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو او د ځمکو د استملاک د پاتې چارو په اړه خبرې کړې دي.

د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده. له دې درکه نه یوازې افغانستان د حق العبور له درکه ډېر عاید ترلاسه کوي، بلکې زرګونو افغانانو ته د کار شرایط برابرېږي.

سره له دې چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د سپټمبر په یوولسمه (د سنبلې ۲۰ مه) د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د پیل مراسم جوړ کړل خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د دې پروژې لګښت به له کومه برابریږي.

د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو د پرانستنې مراسم د ترکمنستان د ماري په سلیم چشمه سیمه کې جوړ شول.

د ټاپی سیمه ییز پایپ لاین، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوی، ۱،۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، په کال کې د ۳۳ ملیارد مکعب متره ګاز د لېږدولو ظرفیت لري. د دې نللکي په وسیله د ګاز د انتقال له درکه به افغانستان د کال ۴۰۰ میلیون ډالره حق العبور ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب