جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکلتورله اوښه ترلیموزینه | عبدالرووف لیوال

له اوښه ترلیموزینه | عبدالرووف لیوال

د پښتنو دود او دستور ډیربډای دی که چیرې دري ژبي د ناوې راوړلو لپاره، یوه هرکلیزه سندره (آهسته برو) لری، موږ څلور ډوله ( هسته برو) لرو.

لومړۍ :

ناوې راباسئ، مازیګر دی وه د خیال کجاوې

ورو، ورو څاروانه وه دلیرې لارې

اوښان ولاړ دی، ناوې بل کلی ته وړینه، او د خیال کجاوې

نجلۍ ودیږي، خوشالیږي وه د خیال کجاوې

  په سترګو ژاړی، په زړه ګوړې ماتوي وه د خیال کجاوې

پورته سروکی چې کاکړي سندروته نیږدې دی ډیر پخوا زمانونه دناوې په راوړلو کې په فلکلوریک طرز ویل کیده چې استاد مونجی لوګری (پوزه یې وړوکې وه) او بیا استاد (دُرمحمد)دوری لوګری به په ډیر ښه انداز په ودونو کې ويله، استاد چې د لوګرۍ موسیقي سالار و په ۱۳۶۰کال د لوګر په ده نو کې د روسانو په ډزو شهید کړای شو.

دوهمه :

په بسم الله کدم راواخله شایسته ناوکۍ + پښتنې ناوکۍ الله دې مل شه 

مورې ماڼوورته لوګی که + خلکو یې مخ لیدلی ،نظرنشی ناوکۍ

دا دوهمه دښځوله مست اتڼ سره یوځای په فلکلوری انداز کې ویل کیده خو نامتوسندربول (صدیق شباب) ډیره ښکلې ویلې ده .

دریمه !

دا دې کور، ناوې توب دې بختور شه + دا دې اور، ناوې توب دې بختور شه

شعر یې د ښاغلی لیوال چې وتلی سندر غاړی جاوید شریف له یوه ښکلی انځوریز کلب سره ثبت کړې  .

څلورمه  :

شپه یې قدر، ورځ یې اختر کړې  + خدایه پل یې بختور کړې

ناوې سپوږمۍ غوندې ښکاریږی + همځولې یې شاوخوا ګډیږی

لکه د لمر سترګه ځلیږی، خدایه پل یې بختور کړې، خدایه پل بختور کړې

د نامتو سندرغاړی شفیق مرید په ښکلی آواز کې ډیره خوندوره غوږته رسی.

د ناوې دراوړلو دود د زوم کور ته:

وروسته له دې چې د واده لومړۍ شپه به دې ډنګ وډول او خوښۍ سره سبا شوه او میلمنو به سباناری وکړ د سهار لس بجې به د ناوې راوړلو لپاره تابیا ونیول شوه، د غرمې ډوډۍ به د ناوې په کلی کې وه چې خرڅ به یې لا له پخوا د زوم له خوا نه د (خوړې) په شکل د ناوې د پلار کور ته رسول شوی وو ( لکه یو خروار میینې وریجې، څلور ټیمه غوړي ـ لس منه غوښه، لرګي، چای او خوږې او داسې نور)

د زوم لخوا هغه لسګونه نارینه چې د ناوې راوړلو لپاره تلل (ورا) بلل کیده، په پخوا زمانو کې به له ورا سره یو سورمست اوښ چې په سر به يې ډولۍ د ناوې لپاره جوړه شوې وه، یوه ډله اتڼچیان له غوړو څڼوسره، یوه ډله ټوپکیان (د دهنپور،۳۰۳بور، چقمقی) باروتی ټوپکو سره، دوه غبرګ ځوان ډول وهونکی له دوسره غټو ډولونو سره مل ول، خووروسته اوښ په آس بدل شو، بیا هم په والګا موټر او اوس چې لیموزین ورنه ولې، اوله لیموزین نه دناوې د راکوزیدو قدم ته کُلنګی چرګ حلال اودپڼې څوکه یې د چرګ په وینو سره نکړې، که د خاکی شاه مداری شپیلې هم ورته پوکړې ولله که يې راکوزه کړې.   

دومرده ډولونه اوڅونډی یې!

غټ ډولونه چې په مراندو به یې رنګارنګ څونډی راځوړند ول، د دوه غښتلو ډولچیانو له خوا د ځانګړو دوه لرګیو چې یو یې د زغ د ونې لښتې نه جوړ اوبل پلن شانته لرګی باندی غږول کیده، د زغ نری لښتې  (زیرغږ) او هغه بل پلن لرګی (بم)غږ ویسته، د موسیقی دفن له لحاظه د(تین تال) او (ماترې) په سُربرابرغږول کیده چې اتڼ سره یې ډیر خوند کاوه ، ورسره به د ښکلو څڼول رونکی ځوانان چې څڼې به یې په شړشمو غوړې کړې وې، اوښتل رااوښتل يو وار مې ښه په یاد دی چې غوښتل مودلوګر دمحمد آغې ولسوالۍ نه ناوې، موسهی ته راوړو، (ورا ) د سفیدسنګ په ښکلې نرۍ دره کې چې یوې خواته یې غراوبلې خواته یې دلوګر سیند بهیږی روانه وه ، همدې سیمه کي دموسهی داوبو سربند او د شاه بابا زیارت دی، کله چې دزیارت خواته ورنږدې شولو ډولچیانو زیارت ته په ځانګړی (ریتم) سره سلامی ونیوله او اتڼ چیان هم د زیارت په درناوی دی وه ستوی لیک په شان په داسې حال کې چې دستمالونه یې ځوړند نیولی ول  د زیارت له اړخه په درناوی تیر شول او بیرته یې په اتڼ پیل وکړ.

په پښتنو کې غټ ډول څه وخت او د څه لپاره غږول کیږی؟

  • غزا ته د غازیانو رابللو ډول: چې د (درم) په څیر وهل کیږی، ډول ته له يوطرفه د بم غږ ضربونه د لوړ غږ ختلو لپاره ورکول کیږی، ډیری د یوې غونډۍ په سر یا په ډیر لوړ ځای کې وهل کیږی.

د ویالې ایستلو (بیګار) حشر ډول: چې په یوه (تال) سره [ډبه، ډبه، ډبه] ډیر چټک اوپ رله پسې وهل کیږی.

د اتڼ ډول چې د اټن خاصې نغمې د خان کره باغی (دا رنګ دې ولې زیړ دی جانانه) یا (واچوی لاسونه) ځانکړې انترې او آستایی لری.

په ولس کې د یوې پیښې له امله چې مرسته غوښتل کیږی لکه د سیلاو راتلل، د کوم کور سوځیدل، په داسې حالاتو کې ډولچی د بام سر ته خیژی او ډیر په تلوار د ډبل لرګی په واسطه د ډول غږ باسی.

په ولس کې د جار وهلوډول: ډولچي په لاره روان وی – شل ګامه ډول وهی او بیا لس ګامه  د خولې له لارې داسې جار وهی: ای خلکو! غوږ شئ!په فلانی وخت د ( ) پالوان او ( ) پالوان تر منځ غیږ نیول کیږی، دا ډول د ضرب میل په څیر وهل کیږی.

په تن مو روغتیا، په شونډو مو مسکا!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب