Homeخبرونهبغلان ولایت کې د دوه پلونو له ویجاړیدو مخنیوی وشو

بغلان ولایت کې د دوه پلونو له ویجاړیدو مخنیوی وشو

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۳) ملي دفاع وزارت وايي، د بغلان په چشمه شیر ولسوالې کې نن د امنیتي ځواکونو له لوري د دوه پلونو له ویجاړیدو څخه مخنیوی وشو.

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د بغلان په چشمه شیر ولسوالې کې نن د امنیتي ځواکونو له لوري د دوه پلونو له ویجاړیدو څخه په داسې حال کې مخنیوی وشو چې د طالبانو له لوري په کې مقناطیسي ماینونه لګول شوي وو.

خبر پاڼه زیاتوي، دا مقناطیسي ماینونه په یادو پلونو کې په دې موخه لګول شوي وو چې ویجاړ يي کړي.

د خبرپاڼې له مخې دا ماینونه د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شول او د پلونو له نړیدو څخه مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د چسپکي ماینونو کارول په دې وروستیو کې په هیواد کې زیات شوې دي او په بیلابیلو موخو ورڅخه کار اخیستل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...