یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد سولې او انتقالي عدالت نړیوال سازمان: طالبان هم افغان څارنوالان ګواښي،...

د سولې او انتقالي عدالت نړیوال سازمان: طالبان هم افغان څارنوالان ګواښي، هم منکرېږي

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۹ مه )  په نیویارک کې مېشت د سولې او انتقالي عدالت نړیوال سازمان د یوې نوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو رژیم تورن کړی، چې د افغان څارنوالانو ګواښلو ته دوام ورکوي او بیرته پر دغه کار منکرېږي.

دغه سازمان په وروستیو کې د یوه کمپاین په پیلولو سره نورو هېوادونو ته د ۱۵۰۰ افغان څارنوالانو او د هغوی د کورنیو د لېږد غوښتنه وکړه.

سازمان ویلي، چې نور هېوادونه دې دغو څارنوالانو ته پناه ورکړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه سازمان څرګندونې رد کړي او ویلي، چې له هېواده د افغان کادرونو د وېستو لپاره تبلیغات کوي.

په ورته مهال، په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغان څارنوالانو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال ویلي، چې پاکستان او افغانستان دواړو کې ورته ژوند دوزخ شوی او نورو هېوادونو ته لېږد غواړي.

شاوخوا ۶۰۰۰ افغان څارنوالانو چې په پرځیدلي جمهوري نظام کې یې کار کاوه د طالبانو د حکومت پر مهال د خپلو دندو د له لاسه ورکولو او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

څو میاشتې مخکې، د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه فرمان کې د لوی څارنوالۍ اداره لغوه او پرځای یې د خپلو فرمانونو د عملي کیدو د څارنې اداره جوړه کړه.

په یاده اداره او نور عدلي او قضایي سکتور کې طالبانو تر ډېره دوی ته ژمن کسان ګومارلي، چې منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب