Homeخبرونهایران: د هلمند سېند په اړه مو طالبانو سره هوکړه وکړه

ایران: د هلمند سېند په اړه مو طالبانو سره هوکړه وکړه

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۹ مه )  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وایي، چې د طالبانو رژيم سره یې د هلمند سېند د اوبو د وېش په اړه هوکړه شوې ده.

نوموړي دا خبره په یوه خبري غونډه کې وکړه، خو د هوکړې جزییات یې روښانه نه کړل.

هغه هیله وښوده، چې طالبان ورسره پر کړو هوکړو ودرېږي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې د ایران ولسمشر د دغه سېند د اوبو نه خوشې کیدو له امله طالبانو ته ګواښ کړی و، خو طالب چارواکو ویلي وو، چې هلمند سېند کې اوبه کمې شوي او ایران باید د ګواښ پر ځای په خبرو د ستونزې د حل په اړه ورسره وغږیږي.

د هلمند سېند اوبه چې د ایران د بلوچستان په سیستان کې د هامون جهيل ته بهیږي، له کلونو راهیسې د ایران او افغانستان د واکمنو حکومتونو ترمنځ د کړکېچ سبب شوي.

د ایران او افغانستان په تړون کې د ایران اوبه خور په یو عادي کال کې ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ښودل شوي.

د هلمند سېند تړون د ۱۳۵۱ کال په کب میاشت کې د افغانستان د وخت د صدراعظم موسی شفیق او د ایران د وخت د صدراعظم امیر عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...