پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ملغلرې | جان روان ځاځی

ملغلرې | جان روان ځاځی

 سيپۍ وېده وه د سيند په تل کې

زړګی يې وچوه سرو ملغلرو

ملغلره يو ډول قيمتي عضوي ډبره ده، چې ښایسته بڼې او بېلا بېل رنګونه لري او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې خلک خوښوي او په سینګار توکو کې ترې کار اخلي.

سیپۍ يا صدف د سمندر په تل يا ژورو کې اوسيږي او د سېنې په کمې غوښې کې يې رنګينې ملغلرې ساتلې وي، خو اوس د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ورته روزنيز فارمونه جوړ شوي دي.

سمندري ملغلرې د خوږو اوبو ملغلرو په پرتله ګرانې دي او خلک يې هم خوښوي.

افغانستان سمندر ته لار نه لري او په وچه کې راګير هېواد دی، خو خلک يې بیا د ملغلرې له نوم سره اشنا دي او شاعران او ليکوالان يې په خپلو شعرونو او لیکنو کې د يار له غاښونو، خندا او خبرو سره تشبه کوي او د زړونو بړاس پرې وباسي.

ښکارندوی غوري د پښتو ادب د لرغونې دورې شاعر دی او په خپلې قصېدې کې يې دوه ځايه ملغلره ياده کړې ده. 

د نيسان مشاطې لاس د مچېدو دی

په ملغلرو باندې يې وښکلل بڼونه

بل ځای وايي:

ملغلرې چې اورو وخونو ليه

په ځلا یې شول، راڼه خپاره دښتونه

ملغلره د پښتو د کلاسیکې دورې د شاعرانو په شعرونو کې هم ډېره ياده شوې، خو په فولکلور او په تېره بیا لنډيو کې يې ډېره يادونه شوې ده.

 په خندا هره جینۍ خاندي ــــــــــ چې لیلا خاندي ملغلرې تويوينه 

پر مخ دې څاڅکي د باران دي ـــــــــ ما خو ګومان د ملغلرو پرې کاونه

ځيني خلک د خبرو د را لنډولو په موخه د ملغلرو تشبه راوړي. لکه: پلانی له خولې ملغلرې دوړوي، یا خبرې یې ملغلرې دي.

زه ډېر کوچنی وم، چې د ملغلرې نوم مې اورېدلی، خو اصلي بڼه مې يې نه وه لېدلې، خو چې را لوی شوم، که رښتيا ووایم، داسې مې ګڼله، چې په بازار کې کومې په تار پېيلې دانې خرڅيږي او ښځې يې د خپلو جامو، غاړو او منو کې کاروي، همدا به ملغلرې وي، خو د شاعرانو او ژبورو په شعرونو او خبرو کې د ملغلرو کارېدنه به مې بیا له هغو سره تشبه کولی نشوې، نو وروسته به مې فکر کاوه، چې ښايي ملغلرې د ښاپېرۍ، کوه کاف… په څېر يو خيالي نوم وي او هسې يې خلک د خپلو خبرو د ارزښت او شاعران د خپلو شعرونو د دروندوالي لپاره کاروي.

ما اوس ملغلرې ولېدې او په خپل لاس مې د سيپۍ يا صدف له سېنې را وباسلې او وروسته مې یې د توليد په اړه لږ څه مالومات ترلاسه کړل.

سيپۍ يا صدف د سيند او ډنډ په تل او خټو کې ژوند کوي او په عمده توګه اوبو کې الجيان خوري.

په نړۍ کې دوه ډوله ملغلرې شته، چې يو ډول يې په سمندري او بل ډول يې په خوږو اوبو کې توليدېږي.

ما په يوه متن کې ولوستل، چې د چين د جه جيانګ ولايت په جو جي ښار کې د خوږو اوبو د ملغلرو کلنۍ توليدي اندازه د دغه هېواد د ملغلرو د توليد په عمومي اندازې کې کابو اتيا سلنه او د نړۍ په ورته چارو کې شاوخوا اويا سلنه نيسي، چې دا ډېره لویه اندازه ده. 

چينايان يوه اصطلاح کاروي، وايي، د نړۍ ملغلرې په چين کې او د چين ملغلرې په شان شيا هو علاقه دارۍ کې دي. 

شان شيا هو علاقه داري د چين د جه جيانګ ولايت په جو جي ښار کې ده، چې پراخوالی يې کابو څلوېښت کيلو متره مربع دی او د چين د يانګ ځه سيند پر جنوبي غاړه پرته ده.

په ويډيوګانو کې په شان شيا هو علاقه دارۍ کې د کورونو تر څنګ د صدفونو روزنيز ډنډونه ليدل کېږي او د دې علاقه دارۍ کابو هره کورنۍ د ملغلرو په چارو بوخته ده.

ما پورته يادونه وکړه، چې په نړۍ کې دوه ډوله ملغلرې شته، چې يو یې د سمندري اوبو او بل يې د خوږو اوبو ملغلرې دي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د صدفونو روزنيز فارمونه جوړ شوي او د وخت په تېرېدو بیا ملغلرې ترې وباسي او مارکېټ ته يې وړاندې کوي.

چين د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې خلک يې ملغلرې ډېرې کاروي او تاريخي متون يې ښيي، چې په دغه هېواد کې د ملغلرو چارې کابو څلور زره کاله مخينه لري.

د چين د جه جيانګ ولايت د جو جي ښار په شان شيا هو علاقه دارۍ کې د هوا دونګ په نوم د قيمتي ډبرو او ګاڼو نړيوال ښارګوټی شته، چې شاوخوا ۳۰۰۰ شرکتونه پکې د ملغلرو سوداګري کوي. 

د صدفونو په پخوانيو روزنيزو طریقو کې به د خوړو اسراف کېده او هم به عضوي سرو د اوبو کيفیت ته زيان رساوه، خو اوس يې روزنيزې طریقې او لارې هم بدلې شوې دي. 

 د شان شيا هو علاقه دارۍ د ملغلرو د چارو کارپوهانو په ۲۰۱۷م کال کې د صدفونو د روزنې په ترڅ کې د اوبو کيفيت د ساتلو په موخه د (دي ګوان) په نوم يو ډول نوې روزنيزه طريقه پيدا کړه. 

پخوا به صدفونه د ډنډ په خټو کې ګډ وډ پراته وو، خو اوس د (دي ګوان) طریقې له لارې هر يو صدف په يوه کوچني بکس کې وي، د صدفونو ټول بکسونه د نلونو په وسیله نښليدلي وي او خواړه او مایع مواد د همدغو نلونو له لارې صدفونو ته رسيږي، چې په دې سره د خواړو د اسراف د مخنيوي په ترڅ کې د اوبو کيفیت ته هم  پام او د زيانونو مخه يې نېول کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب