پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهدوستم له امریکا وغوښتل چې د طالبانو خلاف مرسته ورسره وکړي

دوستم له امریکا وغوښتل چې د طالبانو خلاف مرسته ورسره وکړي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۹ مه) د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له امریکايي چارواکو غوښتي چې له هغه سیاسي ملاتړ وکړي، څو د طالبانو پر ضد پوځي اقدام وکړي.

دوستم په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې له زور کارولو پرته بله لار نشته.

 هغه ادعا وکړه: “که زه د امریکا ملاتړ ترلاسه کړم او طالبانو ته درس ورنه کړم، زه به دوستم نه یم!”

نوموړي له رولینګ سټون امریکايي مجلې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې دی امریکايي ټانکونو او توپونو ته اړتیا نه لري او د دغه هېواد په سیاسي ملاتړ له طالبانو سره جګړه کولای شي.

ده نه دي ویلي چې اوس یې چا مخه نیولې ده.

 دوستم په ۲۰۰۱ کې له امریکایانو سره د طالبانو د رژیم په پرځولو کې مهم رول درلود او د زرګونه طالبانو په وژلو تورن دی.

هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې هم د دوی خلاف جګړه کوله، خو د شمالي ولایتونو له سقوط سره ازبکستان ته په شا شو او ادعا یې وکړه، چې پرځېدلي جمهوري نظام طالبانو سره د ده او سیاسي ملګرو د وژلو او ور سپارلو معامله کړې وه.

د طالبانو رژیم اوس د دوستم د کورونو او جایدادونو په ګډون پر ټول افغانستان واکمن دي او خپل مخالف جنګسالاران له زوره لوېدلي بولي او وایي د مقابلې وس یې نه لري.

دوستم او سیاسي ملګرو یې په ترکیه کې د طالبانو خلاف یوه شورا جوړه کړې، چې وخت په وخت په انلاین ډول غونډې او د طالبانو خلاف څرګندونې کوي.

دوی بیا- بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته ورګرځي او د طالبانو رژیم نسکوروي، خو په وروستیو کې ګیله لري چې نړیوال او په خاص ډول امریکا د دوی پر ځای پر طالبانو حساب کوي او ملاتړ ورڅخه لري.

3 COMMENTS

  1. دوستمه کمونیسته تاسی شورویانو غلامی د زړه له کومی کوله اما دا چی شورویانو د تاسو وطن خرڅوونکیو په واسطه افغان ملت ئی وژلو او غلامی ته ئی برابرولو اما افغان غیرتی ملت شورویان او تاسی د خاوری څخه تیښتی ته مجبور کړلۍ شو ۍ او د افغان ملت په وینو تر لاسه شوی ازادی امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان او ایران په مرسته تربیه شوی غلامان په کابل راخوشی کړل او ددوی جنایت افغان ملت شاهد دی اوس دوستم او دده هم قطارو غلامانو د امریکا او غربی نړۍ ډالرونه چور کړی دی او غواړی دا اموخته غلام امریکا ته ځان د خرڅون لپاره علنی بیاغوښتنه وکړی ! قاتله ، چورکوونکیه ،احمقه او جاهله دوستمګیه اوس امریکا او انګلیس او د ستا او ستا هم قطارو څخه بهتره غلامان د پنجابی پاکستان په مټو تر مخه کړی دی ، دوستمګیه قاتله د تاسو د غورپش دوران اوس تیر او بیا نه راځی او دا پنجابی پاکستان کښی تربیه شوی قدیانیان به هم د امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان لعنتی هدفونه تر لاسه نکړۍ شی ، د تاسی ټولو اجنبیو غلامانو څخه افغانستان باید پاک شی!!!!!!

  2. ورک شي دوستمه/ دا بد کار نه دی شوی چې تاسې څو په شرابو کې لویدلو ته اوس ځانونه معلوم شول. په وطن کې خو د ټولو بربادیو، وینو تویولو، دربدریو اصلی عاملین تاسې ښيی لاسي واست او یاست، خو کیڼ لاسو ته دي خدای خیر ورکړي په خپلو احمقانه کړنو يي ستاسو پلونه پټ کړل. درۍ پروفسیران ربانی، مجددي، سیاف، او د ۱۲۰ کتابونو اثارو لوی لیکوال دومره عقل نه درلود چې حکومت څنګه جوړیږي. له دې معلومه شوه چې دا پروفیسیران او د ۱۲۰ کتابونو لیکوال هسی، کاپی فیست، کاوه او بس، ځکه اوس نو ته هم خادم یی، که سبا همدا نظام هم چپه شي. تاسو د بهرنیانو له مرستو پرته دا وړتیا نه لرئ لوی خوا بی سوادي، له بلی خوا بي اتفاقی، له بلی خوا حرص تاسو نه پریږدي. دا چ سبا بیا عبدالله مجاهد قانون مجاهد صلاح الدین مجاهد احمد مسعود مجاهد اسمعیل خان مجاهد بیا حکومت کې وي خو همدا اوسني کسان ټول د مجاهدو زامن دی. نو په موږ یي فرق څه دی.

  3. له دې معلومیږي، ټالبانو د قزاق دوستم چې د مور له خوا ازبیک دی ، د ایشچي ، همایون فوزي ، عزیز آریانفر ، عبدالروف ابراهیمي او نورو مفعولانو هغه پرونۍ دوسیې تر لاس لاندې نیولي او چېرته به بالمثله رویه ورسره کیږي . نو دوستم خان بیا لکه د زاړه غوایی کنجاړه په خوب لیدلې ، خو ګوړې ، ګوړې لره ، خوله به د خوږه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب