تاند: ( دوشنبه، د زمري ۹ مه ) د پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمیعت علما اسلام ګوند پر غونډې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۴ ته پورته شوی دی.
په دې برید کې ۲۰۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي.
د پاکستان پولیسو ویلي، چې برید ځانمرګی و او د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا شوی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک ټي.ټي.پي برید غندلی او ویلي، د برید هدف د پاکستاني اسلامپالو کمزوري کول دي.
مولانا فضل الرحمان، چې د برید پر وخت په بهرني سفر و، هېواد ته د زر ستنېدو خبر ورکړی.
هغه له حکومت څخه د عاجلو څېړنو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم او پاکستاني سیاستوالو دغه برید غندلی.
مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د طالبانو د شل کلنې جګړې، چې ځانمرګي بریدونه یې یوه عمده برخه وه، له اصلي ملاتړو څخه و.
یوه خبره باید وکړم کله چې عمران خان په روسیه کې په هغو مراسمو چې د روسیی په اکراین د برید لومړی ورځ په روسیی کې شتون درلود نو تر راګرځیدو وروسته پنجاب کې دده خلاف ټولو ګوندونو په مشترک ډول سره د PDM تر نوم لاندې د امریکا او برتانیی په همکارۍ او روسانو ته د زور ښودني په خاطر عمران خان په ضد لاریونو شروع شو ترڅو پایله يې دا شوه چې تحریک انصاف مشر عمران خان له څوکۍ لیری کړ چې ددې ګوندونو مشري زیاتره فضل الرحمن او اوسني نواز ګوند مشر شهباز شریف او مریم نواز کوله چې په نتیجه د عمران خان لیری کړل شو چې له هغې وروسته فضل الرحمن یې وډار کړ او ورته يې وویل چې نور باید کور کې کینی ځکه هغه بیا له سیاسته توبه وویسته، چې په تاند صفحه کې شته.
بیا همغه وو چې څه موده مخکې د ټاکنو کمیسیون د محکمی له امر پرته د عمران خان د نیولو یا ګوښه کولو لپاره لاس په کار شوه چې څو ځلی دده په کور پولیسو حجوم ور وړلو او یوځل پر عمران خان برید هم وشو اوس چې کله شهباز شریف اعلان کړی چې د اګست میاشت کې یعنی سبا یی لومړی ورځ ده له خپلې دندې استعفا کوم او بل موقت (لنډمهالي) حکومت ته چې د ټاکنو پروسه به مخي ته بیایي، واک سپارم نو پنجاب کوښښ وکړ چې دلته په پښتنو سیمو کې پښتانه له ټاکنو پروسو لیري کړي او ټولو بریا د یاد ګوند په ګټه وکاروی او پښتانه نه پریږدی چې یو رهبر ولری نو هم يي عمران خان او هم یې فضل الرحمن چې پښتانه دې لدې پروسې لیرل کړل. کیداې شي د PTM د مشرانو د شعارونو پر اساس چې دلته هر چاودني او زور زیاتي شاته (وردی) یا پوځ لاس ده نو امکان دې ولری چې دا پښتنو وژلو او له مینځه وړلو لپاره د برتانیی او امریکا او اسرایل اصله پنجاب پلان وي