شنبه, جون 29, 2024
Home+د دریمې نړۍ هیوادونو ځانګړنې او ستونزې 

د دریمې نړۍ هیوادونو ځانګړنې او ستونزې 

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

مخکې له دې چې د نوموړو هیوادونو ستونزې او ځانکړنې در وپیژنم، ښه به وي چې  د دریمې نړۍ په هکله هم معلومات ورکړم.

نن وخت په عمومي ټوګه هیوادونه د پرمختګ له مخې په دوو ډلو ویشل کیږي، پرمختللي هیوادونه او پرمختیايې یا د ودی په حال کې هیوادونه. همدغه اوسني پرمختیایې هیوادونه چې پخوا وروسته پاتې هیوادونه هم ګڼل کیدل، د دریمې نړۍ هیوادونو په نوم هم یادیدل. البته اوس ورته د دریمې نړۍ اصطلاح نه کارول کیږي. له دی ټولو شاوخوا ۱۳۴ هیوادونو یې،  ۷۷ هیوادونه پخوا د ناپیېلو هیوادونو یا د ۷۷ هیوادونو د ډلې  په نوم هم یادیدل، دا ځکه چې د لویدیځ او پخواني سوسیالیستي ختیځ بلاک سره تړلي نه وو.

په هر حالت د دریمې نړۍ زیاتره هیوادونه د پخواني ښکیلاک په منګولو کې وو او په افریقا، اسیا او لاتینې امریکې کې پراته دي.

افغانستان هم د همدغو پخوانیو دریمې نړۍ یا پرمختیایې هیوادونو څخه ګڼل کیږي.
دا چې دا هیوادونه په ټول کې د پیژندنې کومي نښې یا ځانګړنې لري او همدغه لږ پرمختګ یې د  کومو عمومي ستونزو سبب شوی دی، دلته یې راسپړم:

د سړي سر نا خالص کورني تولیدات په کې لږ دي.
ملي عایدات یا شتمني په کې هم نا انډوله ویشل کیږي.
د ښار او کلیوالي سیمو تر منځ یې د ژوند په ډیرو برخو کې زیات توپیر لیدل کیږي.
ښارونه او د بی وزلو استوګنو بی نقشي ښارګوټې او محلې په کې په چټکۍ پراختیا مومي.
د زده کړو او لوستو وګړو کچه یې ټيټه ده.

د کوچنیانو د مړینې د کچې د زیاتوالي له امله په کې په ټول کې د ژوند منځنې عمر لږ  او د  روغ او اوږده ژوند هیله په کې لږه ده.

وګړي یا نفوس یې په چټکۍ سره زیاتیږي، ځکه د ماشومانو پر زیږون دومره کنترول نه وي او د مخنیوي  د مناسبو درملو او وسایلو اسانتیاوی په کې لږې او یا ورځنې کار نه اخستل کیږي.

پورته نومول شوی ستونزي کولای شو پر دغو برخو وویشو:

سیاسي ستونزي؛ حکومتولي یې کمزوری وي او حکومتي ادارې یې خپل کار په سمه توګه سرته نه شي رسولې. دا کیدای شي د مالي کمزورتیا یا د پیسو او بودیجې د نشتوالي له امله وي او یا هم کیدای شي چې د ناتوانۍ او د ټیټ کاري ظرفیت له امله وي، خو  په پایله  کې یې د بشر له حقوقو سرغړاوې او تیروتنې هم رامنځ ته کیږي.
ټولنیزي ستونزي؛  په ټولنه کې ډیر تضادونه د ځنو  لویو قشرونو د ژوندانه د بدمرغۍ،  د وګړو تر منځ د بیلتون او د اړیکو د کمزورتیا سبب کیږي.

اقتصادي ستونزې؛ کمزورې زیربنا یا بنسټیز جوړښتونه، د بیکارۍ لوړه سطحه، فساد، د پورونو لوی بار، د بهرنیو اسعارو نشتوالی، جګ انفلاسیون، د اومو موادو ټیټه بیه او همدارنګه د تخنیکي پوهې او مهارتونو نشتوالې په کې لیدل کیږي. نو په دی اساس د اقتصادی سمون شرایطـ په کې نه شته.

کلتوري ستونزي؛  د دولت او وګړو تر منځ تاو تریخوالې رامنځ ته کیږي، یو د لویدیځ  ژوندون ډول ته وده ورکوي، پر ټلویزیون او ځنو رسنیو کې دا ډول ژوند ( کلتوري امپریالیزم) خپروي او تطبیقوي یې,  پرته له دې چې پایلو ته یې پام وکړي او بل یې پر خپلو دودیزو اصلي ارزښتونو ټینګار کوي.

دیموگرافیکي ستونزې؛ له کلیو ښارونو ته د کوچیدلو لیوالتیا، د وګړو چټک زیاتوالی، بهر ته د لوړو زده کړو لرونکو وګړو کډوالي( د مغزونو تیښته) او په ټول کې  بهرنیو هیوادونو ته مهاجرتونه دا ستونزی زیاتوي.
ایکالوژیکې یا د ژوند چاپیریال ستونزې؛

د کرنې دودیز او وروسته پاتې ډول، په ناوړه توګه د ځنګلونو له منځه وړل، طبیعي افتونه، د شتمنو هیوادونو له لوری د کثافاتو او ککړتیاوو بهیر، زړې صنایع او همدارنګه د کانالیزاسیون او د فاضله موادو یا د داوبو د تصفیې د وسایلو نشتوالی یې د ژوند چاپیریال ته نه جبرانیدونکی زیان رسوي. دا بیا په خپل وار سره په پراخه توګه صحرايې یا د ښتي کیدل، د خاورې تخریب او  د ځمکې، اوبو او هوا زهرجن کیدل له ځانه سره لري،  چې بیا به بی له شکه په راتلونکې کې نوموړي هیوادونه،  ملیاردونو پیسو ته اړتیا ولري تر څو ورباندې نوموړی رامنځ ته شوی ستونزي حل کړي.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۹- ۶- ۲۰۲۴
سرچینه: Bronso

4 COMMENTS

  1. يو شمير هيوادونه شته کوم چي نه په اوله نه په دريمه نړي کي شميرل کيږي دا هيوادونه اقتصادي ډير چټک مخ په وړاندي ځي لکه هند،برازيل، ترکيه، ويتنام، اندونيزيا دا ملکونه به په د نږدي راتلونکي داولي نړي په شان وده کړي وي.

    • لټون صاحب اسلام علیکم، تایوان سینګاپور، هنکانګ او جنوبي کوریا چې د اسیایې ( ټایګر) په نوم هم یادیږي په اتیایمه لسیزه کې چټک پرمختګ کړی، همدارنګه مکسیکو په لاتینی امریکې کې پروت هیواد دی، هم د همدا د چټک پرمختګ هیوادونو په ډله کې راځي چې د پر مختللو هیوادونو کرښې ته ور رسیدلي دي. ویتنام او اندونیزیا باید وپلټل شي، فکر نه کوم چې هغوی دی په دی ډله کې راشي. په هر حالت د وروسته پاته هیوادونو او دریمې نړۍ اصطلاح اوس نه کارول کیږي. د پر مختللو او پرمختیایی هیوادونو ډلې لرو، چې بی له شکه به ځنې هیوادونه د پر مختللو هیوادونو په لیکه ورګډیږي او ویش یې هم په ځنو حالاتو کې یو څه ستونزمن دی.
      ډیره مننه، له نظر ورکولو مو

  2. خبره خو دا ده چی د ” دریمه نړۍ ” اصطلاح د ناپییلو یا غیر منسلکو هیوادونو تر تشکیل وروسته باب شوه.
    بناً
    دریمه نړۍ = نه د امریکا تر مطلق نفوذ لاندی او نه د شوروی تر مطلق نفوذ لاندی = له ستراتژیکی او ژئوپولیټیکی نظره ځانته بله او بېله او مستقیمه نړۍ.
    دا اصطلاح اوس علمی _ عینی مفهوم نلری البته ځینو سیاسی تحلیلګرانو او ژورنالیسټانو د خپلی شخصی سلیقې په اساس دا ادبیات را منځته کړه چی ګواکی دریمه نړۍ= نرۍ یا ډنګره یا وروسته پاتی نړۍ.

  3. سلامونه،
    زما په نظر، د پرمخ ټللیو او مخ پر ودې هیوادونو تر مینځ یا ترې وروسته؛ بیرته پاتې کړل شوې نړۍ یا پخوا زمونږ د دري په اصطلاح((عقب ګذاشته شده!!!))هیوادونه شتون لري ؛ مانا دا چې که هر څونه زورکې ووهي چې پرمخ لاړ شي ؛ دا نور ېې ودې ته نه پریږدي!! ښه بیلګه ې زمونږ ګران او ګل وطن دی!(افغانستان +پښتونخوا او بلوڅخوا) او… په هر سیستم او له هر زبرځواک او کس او ناکس له خوا وروسته پاتی کړل سوی او لا هم دا ستراتیژئ دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب