یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد افغانانو د هدفي وژنو پر زیاتېدو د امریکا او اروپايي ټولنې...

د افغانانو د هدفي وژنو پر زیاتېدو د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنه

تاند(سې شنبه، د جدي ۹) په افغانستان کې پر ژورنالیستانو، مدني فعالانو او د ښځو د حقونو پر ملاتړو د هدفي بریدونو له زیاتېدو د افغان چارواکو ترڅنګ د افغانستان نړیوالو متحدانو هم اندېښنه ښکاره کړي.

د اروپايي ټولنې او امریکا استازولیو پر افغان ژورنالیستانو د حملو له عاملانو سره د حساب او محاکمې غوښتنه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د تېرو دوو لسیزو تر ټولو مهمه بریا ده.

دغه سفارت همداراز لیکلي چې د رسنیو پر کارکوونکو باید حملې ودرول شي.

اروپايي اتحادیې هم په افغانستان کې پر ژورنالیستانو حملو ته په اشاره پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د مطبوعاتو ازادي د پرانیستې ټولنې لپاره کلیدي اهمیت لري.

دې ټولنې هیله څرګنده کړې چې د ژورنالیستانو د سر د ساتنې لپاره اغېزمن اقدامات وشي او پر ژورنالیستانو حمله کوونکي او د حملو طراحان، دې ته له پامه پرته چې په چا پورې تړاو لري، مسوول وګڼل شي او محاکمه شي.

په وروستیو کې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په کابل کې د طلوع پخوانی ویاند یما سیاوش، په ننګرهار کې د انعکاس راډیو تلویزیون خبریاله ملاله میوند او په غزني کې د الجزیرې خبریال رحمت الله نیکزاد ووژل شول.

هیڅ ډلې د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه وانه خیست خو افغان چارواکي وايي چې دا قتلونه وسله والو طالبانو کړي دي.

پرون ولسمشر اشرف غني د کابینې په غونډه کې وویل «د دغو بریدونو موخه د ثبات له منځه وړل، د بې باورۍ رامنځته کول او زموږ د ځوان نسل نهیلي کول دي.»

د وروستیو حملو مسوولیت طالبان او نورې ډلې په غاړه نه اخلي خو دولتي چارواکي وايي دا بریدونه طالبان کوي او په حقیقت کې هغوی غواړي چې د افغانستان د اوسني نظام د وروستیو ۲۰ کلونو بریاوې له خاورو سره خاورې کړي.

دوی دغه راز وايي، طالبان، چې د بیان پر ازادۍ او د ښځو پر حقونو باورمن نه دي غواړي په دې توګه مخکې تر دې چې په واک کې شریک شي د ښځو او بیان ازادۍ له منځه وړي چې سبا دوی ته د بیان او ښځو د ازادیو د محدولو په خاطر د انتقاد ګوته ونه نیول شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر اساس سلګونو ښځینه ژورنالیستانو د سختدریځو ډلو د ګواښونو له کبله دندې پرې ایښي او په کورونو کښېنستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب