Homeخبرونههلمند کې ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

هلمند کې ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

تاند(سه شنبه، د جدي ۹) د هلمند د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دهلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» له خوا ددې ولایت ۴۱۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي ۴۱۴ کورنۍ هغه کورنۍ دي، چې د انارباغ قوریې او بولان طبیعي ځنګل کې یې کار کړي وو، چې دکار په بدل کې یادو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول.

د ښاغلي الکو په خبره یاد ۴۱۴ کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۲ کیلو ګرامه دال، لس کیلو ګرامه غوړي او یوه کیلو مالګه ورکړل شوي دي.

د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وویل، چې دا لړۍ تر شپږو میاشتو پورې ده او هره میاشت به دغه خلک، چې د انار باغ قوریه او طبیعي ځنګل کې کار کوي د کار په بدل کې خوراکي توکي تر لاسه کوي.

د ښاغلي الکو په خبره د دې ترڅنګ چې د انارباغ په قوریه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، راتلونکی کال به له یادې قوریې څخه زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي هم تولید شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...