Home+ولسمشر غني راشد خان د نوي افغانستان استازی وباله

ولسمشر غني راشد خان د نوي افغانستان استازی وباله

تاند (دوشنبه د جدي ۸) ولسمشر اشرف غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان ته د کرکټ د لسیزې غوره لوبغاړي په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: «په ډېر ویاړ خبر شوم چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی او د نړۍ په کچه د کرېکټ منل شوی ستوری راشد خان د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.»

د ښاغلي غني په وینا راشد خان او ده ته ورته ځوانان او پېغلې د نوي افغانستان استازي، د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي دي.

د نوموړي په خبره، دا ځوانان او پېغلې د اوسني افغانستان هغه رسا غږ او تصویر دی چې په نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازیتوب کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، ارزښتونه او ارمانونه له نړیوالو سره شریکوي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړې، دی باور لري چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه تر سره کوي.

راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې د تېرې یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړو نوملړ کې راغلی دی.

د کرکټ نړیواله شورا تل د هرې لسیزې په پوره کېدو سره غوره لوبغاړي اعلانوي چې دا ځل په کې مخکښ افغان ورو توپ اچونکي راشد خان ځان خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...