یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د مجرمینو او ترهګرو د محاکمې بهیر دې چټک شي

ولسمشر غني: د مجرمینو او ترهګرو د محاکمې بهیر دې چټک شي

تاند (دوشنبه د جدي ۸) ولسمشر اشرف غني په هېواد کې وروستیو هدفي وژنو او بریدونو ته په اشارې وايي، دا زموږ پر نوي نسل، ملي ارزښتونو او وجدان حملې دي چې موخه یې د ثبات له منځه وړل او د بې باورۍ فضا رامنځته کول دي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن غرمه د کابینې په غونډه کې د وېډېو کنفرانس له لارې د کابینې له غړیو او والیانو سره وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، په دې مجازي ناسته کې د سولې اعمار پر محور چې د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II) له موخو څخه یوه ده، بحث وشو.

ښاغلي غني وايي، پر یما سیاوش، محمد یوسف رشید، ملاله میوند، الیاس داعي، رحمت الله نېکزاد، فرشتې کوهستانۍ، فاطمې خلیل، د پلچرخي زندان پر ډاکټرانو او زموږ پر نورو همکارانو ترسره شوي بریدونه پر یوه نسل، ټولو ارزښتونو او زموږ پر زړونو او وجدان برید دی چې اصلي موخه د ثبات له منځه وړل، د بې باورۍ فضا رامنځته کول او د ځوان نسل ناهیلي کول دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر امنیتي او دفاعي ارګانونه ته امر کړی چې د یادو بریدونو عاملین پیدا او د داسې پېښو د مخنیوي لپاره دې هر اړخیز اقدامات تر سره کړي.

په دې وېډیو کنفرانس کې ولسمشر وویل: «زموږ د غچ اخیستو حِس باید هدفمند او منطقي وي او د ارادې او عدالت د تامین سبب وګرځي.»

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر د کورنیو چارو وزارت او عدلي او قضایي ارګانونو څخه وغوښتل چې د مجرمینو او ترهګرو د محاکمې بهیر دې چټک کړي.

ولسمشر اشرف غني په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په په ورستیو څو اونیو کې د پلامېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې او د چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوي دي.

ددغو پېښو ډیری قربانیان خبریالان، د مدني ټولنې غړي، ډاکتران او عام وګړي دي چې تر اوسه د ډېرو هغو مسؤلیت یې چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب