د کلي عامه کتابتون له لوري د وردګ ولايت، چک ولسوالۍ، د سېبک سيمې د شهيد کريم په ليسه کې د سېبک عامه کتابتون په ۲۲سوه عنوانه کتابونو سره د روان ۱۳۹۹لمريز کال د مرغومي مياشتې په ۵مه نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو چې د کلي عامه کتابتون دوه ويشتم کتابتون دی. په ياده غونډه کې د ليسې استادانو او زده کوونکو، د سيمې مشرانو، ځوانانو او علماوو برخه اخيستې وه.
غونډه د قران عظيم الشان په سپېڅلو ایتونو سره پيل شوه، لومړی ويناوال د يادې ليسې امر ښاغلي حزب الله اخندزاده و، نوموړي د ليسې د تاريخچې په اړه خبرې وکړې او د کلي عامه کتابتون له ډلې يې مننه وکړه چې د دوی سيمه يې د کتابونو په ډيوو سره روښانه کړه. همداراز يې وويل چې کتابتون د ټولنې لويه پانګه ده او د کتابونو په مطالعې سره کولای شو تیارې روښانه او جهل ته پای ورکړو.
غونډې ته مولوي محمد نسيم ذاهد هم خبرې وکړې، د ليسې زده کوونکي او د سيمې خلک يې مطالعې ته راوبلل او زياته يې کړه چې د وطن جوړولو له پاره د ديني علومو تر څنګ د سياسي علومو مطالعه هم اړينه ده. نوموړي د کلي عامه کتابتون ډله يوه پیاوړې او خدمتګاره ډله ياده کړه او زياته يې کړه چې د انسان او حيوان توپير په علم کې دی او علم په کتابونو کې دی.
د کلي عامه کتابتون ډلې مشر مجيب الرحمن محمودي د غونډې ګډونوالو ته د کلي عامه کتابتون او د سېبک عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل، دوی ته يې د کتابتون بنسټ پاڼه تشريح کړه چې مطالعه کوونکي له کتابتون څخه څه ډول ګټه واخلي، د کتابتون مسول څه وکړي او څنګه کولای شو خلک مطالعې ته راوبولو. نوموړي همداراز زیاته کړه چې د کلي عامه کتابتون لوی هدف د هېواد تر هر کلي پورې د کتاب رسول دي، نو د دې هدف د پوره کېدو له پاره بايد چې د سيمې ټول ځوانان د کلي عامه کتابتون له خوځښت سره همکار و اوسي.
له محمودي صیب وروسته د کلي عامه کتابتون غړي قاري مطيع الله هدایت له سېبک عامه کتابتون سره د مرسته کوونکو او کتابونو ډالۍ کوونکو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ياد کتابتون د ۲۲سوه عنوانه کتابونو چې ډېری کتابونه يې څو ټوکه و او ځينې خو يې ان تر ۴۵ټوکه پورې وو، اته المارۍ، يو ليپټاپ کمپيوټر، د مطالعې لوی مېز، دوه ويشت د مطالعې چوکۍ، د کتابتون د مسؤل مېز، د مطالعه کوونکو له پاره د اوبو ترموز، د لارښوونو له پاره سپينه تخته او يو دېوالي ساعت و چې په ټوليز ډول ټول توکي د ۷سوه زره افغانيو په ارزښت وو.
د يادولو وړ ده چې د چک ولسوالۍ د پوهنې د مديريت له لوري د کلي عامه کتابتون ډلې مشر مجيب الرحمن محمودي په يوه ايوارډ سره وستايل شو او د شهيد کريم ليسې له لوري له کابل څخه د کلي عامه کتابتون ورغلو غړو ته د عزت پګړۍ ور په سر شوې او د کلي عامه کتابتون ټولو غړو ته ستاينليکونه ورکړل شول چې د کلي عامه کتابتون ډله مننه ترې کوي. د کلي عامه کتابتون به ډېر ژر د نورو کتابتونو جوړول هم اعلان کړي.