پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د احصایې ملي ادارې د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې

کابل کې د احصایې ملي ادارې د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې

تاند (دوشنبه د جدي ۸) امنیتي مسؤلین وایي نن مازدیګر شاوخوا ۳:۴۵ بجې د کابل ښار د ۷ امنیتي حوزې اړوند ګذرګاه سیمه کې د احصایې ملي ادارې د کارکوونکو پر موټر چاودنې شوې.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دا پېښه په سیمه کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ښاغلي فرامرز په خبره، لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي.

د نوموړي په وینا یوه امنیتي ټیم د پېښې په هکله پلټنې پیل کړي دي.

بلخوا د احصایې ملي ادارې ویانده رویینا شهابي هم تایید کړې چې ددې ادارې د کارمندانو په موټر چاودنه شوې ده.

مېرمن شهابي د پولیسو له قوله ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د کابل د پولیسو په وینا چې نن سهار هم د ښار د څلورمې ناحیې اړوند کلوله پشته سیمه کې د افغان ځواکونو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبر ورکړی چې په کابل کې به د پولیسو شمېر دوه برابره شي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%8c%d8%b2%d8%9b-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%af/

1 COMMENT

  1. که څومره شمير زيات شی او د بيکاری مخه ونه نيول شی فايده نکوی. او هم باید په اداره کی اخلاقي معيار هم وساتل شي. امنيت هغه وخت راځی چی خلکو ته دکار زمينه هم مساعده شي. په پوليسو کی هم بايد اصلاح راوستل شي او په هر ځای کی د هر چا دميلمستیا او غيږو ځاو وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب