دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هلمند ولایت کې د چرګانو فارمونه مخ په زیاتېدو دي

په هلمند ولایت کې د چرګانو فارمونه مخ په زیاتېدو دي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې په هلمند کې د چرګانو روزنې فارمونو وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې دچرګانو ۱۱۹ فارمونه جوړ شوي، چې له دې ډلي ۶۳ فارمونه یې د خصوصي سکټور له خوا نوي جوړې شوي دي.

د یاد وزارت په وینا د چرګانو روزنې دغه شمېر فارمونه د هلمند ولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي دي.

دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو فارمونو د ودې او پراختیا په پار یې هڅې چټکې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې او تولید په پار یې هڅې پیل کړي دي چې دا مهال په یاد ولایت کې شاوخوا ۱۱۹ د چرګانو روزنې فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې یې ۶۳ فارمونه د خصوصي سکتور له لارې نوي جوړ شوي، چې د اټکل له مخې تر ۵۶۱ زره او ۳۲۰ پورې غوښین چرګوړي او چرګان پکې روزل کیږي، چې دغه فارمونو په هرو ۴۵ ورځو کې شاوخوا یوزرو ۱۲۲ مټریک ټنه غوښه تولیدوي.

په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ریاست لخوا په دې ولایت کې په چرګانو بوختو کاروباریانو ته د چارو د همغږۍ، اغېزمنتوب او چټکتیا په موخه یوه ګډه ټولنه هم جوړه کړې ده، چې تر ډیره یې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

باید وویل شي،چې د کرنې وزارت په دې ولایت کې د چرګانو روزنې د پراختیا په پار ګڼې برنامې پلي کړي، چې په دغو برنامو کې د چرګانو روزنې فارمونه جوړول، د چرګانو فارم لرونکو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، پر چرګانو روزونکو د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشل او دوی ته اسانتیاوې برابروي شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب