دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد اتومي انرژۍ نړیواله اداره له افغانستان سره د سرطان په تداوۍ...

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره له افغانستان سره د سرطان په تداوۍ کې مرسته کوي

تاند- د روغتیا د نړیوالې ادارې له شمېرو سره سم په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره تنه د سرطان په ناروغي اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز پرون/ چهارشنبه/ د سرطان د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې وویل، د نړیوالې روغتیا د ادارې د معلوماتو له مخې هر کال ۱۶ زره افغانان د سرطان په ناروغۍ مړه کېږي.

ښايي دا رسمي او د تشخیص شویو کسانو شمېر وي او ممکن په سرطان د مړو شویو کسانو شمېر تر دې خورا زیات وي.

خو له دې سره سره افغانستان د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره مرکزونه نه لري.

دې خبرې ته پرون د ولسمشر اشرف غني مېرمن هم اشاره وکړه.

خو د اتومي انرژۍ نړیواله اداره غواړي چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

له دې څرګندېږي چې سرطان په رښتیا د افغانانوغلی دښمن دی چې ډېرې خبرې ورباندې نه کېږي او دا دښمن د چا پروا نه لري. تېر کال د طالبان په بریدونو کې ظاهراُ ۱۰ زره افغانان وژل شوي ول خو سرطان تر دې د زیاتو افغانانو ژوند اخیستی دی.

له یوه تازه راپور سره سم، افغانستان به په دیارلس کلونو کې د لومړي ځل لپاره د رادیوتراپۍ ماشین ترلاسه کړي. له دې ماشین څخه به په کابل کې د سرطان د ناروغۍ په تداوۍ کې کار واخیستل شي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له راپور سره سم د کابل د طبي پوهنتون استاد او د علي اباد روغتون د طبي څانګې غړي نجیب الله رسولي وویل:«څلوېښت کاله پخوا علي اباد روغتون د رادیولوژۍ خدمات لرل، خو د جنګونو له کبله هره څه له منځه لاړل.»

په ۱۹۶۷ میلادي کال افغانستان د اتومي انرژۍ د نړیوالې موسسې په مرسته د کوبالټ تراپي مرکز پرانست، خو په ۱۹۹۲ کال د کورنۍ جګړې له پیلېدو سره د افغانستان روغتیايي مرکزونه او طبي اسانتیاوې محوه شوې. همدغه مرکز هم په جګړو کې ویجاړ شو او له هماغه وخته تراوسه پوري په افغانستان کې د سرطان د ناروغیو د درملنې او تشخیص مناسب امکانات نشته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو کنفرانسونو او د ملګروملتو د چارو مرستیال رييس لطیف رحیمي وايي:«تر جګړې او د شرایطو تر خرابېدو مخکې د نورو هیوادونو محصلانو به زموږ په پوهنتونونو کې زده کړې کولې، حتي د ګاونډیو هیوادونو ناروغان به د تداوۍ لپاره افغانستان ته راتلل.»

ډاکتر رسولي وايي، په افغانستان کې د سرطان ناروغان، په تېره بیا بېوزلان د تشخیص ډېر لږ امکان لري، د درملنې امکانات یې هم خورا لږ دي. اوس ډېری ناروغان د درملنې لپاره بهر ته ځي.

ده وویل چې په خصوصي روغتونونو کې په محدوده پیمانه د کیمیوتراپۍ امکان شته. همداراز د ماشومانو د یو ډول سرطان د درملنې څانګه شته.

ډاکتر رسولي وايي، ستونزه دا ده، هغوی چې پیسې لري، د تداوۍ لپاره بهر ته ځي او هغوی چې پیسې نه لري په هیواد کې هم د درملنې وس نه لري.

د ده په وینا افغانان هر کال په سلګونو ملیون ډالره له هیواده دباندې په درملنو لګوي.

دی وايي، باید دا پیسې بهر ته لاړې نه شي او دننه په خپل هیواد کې د تداوۍ امکانات برابر شي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پروژې منېجر عبدالغني شخاشیرو وايي، د هر بل پرمختیايي هیواد په شان په افغانستان کې هم د سرطان ناروغي مخ په زیاتېدو ده. د اتومي انرژۍ نړیواله اداره له افغانستان سره د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکز په جوړولو کې مرسته کوي.

د دې پروژې لومړۍ او دوهمه مرحله به په کابل او شاوخوا سیمو کې متمرکزه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب