جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهقاري یوسف احمدي د افغانستان د ملي راډیو تلویزون نوی رئیس ټاکل...

قاري یوسف احمدي د افغانستان د ملي راډیو تلویزون نوی رئیس ټاکل شوی

تاند: (پنجشنبه، د وږي دویمه)  د طالبانو رژیم خپل یو ویاند قاري یوسف احمدي، چې مخکې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رئیس په توګه ټاکلی و، د ملي راډیو تلویزون د نوي رئیس په توګه معرفي کړی.

د طالبانو د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د هغه د معرفۍ په مراسمو کې ادعا کړې، چې د دوی په رژیم کې مسؤلیت وړ کسانو ته سپارل کېږي.

 د ملي راډیو تلویزون لپاره د طالبانو مخکینی رئیس احمد الله وثیق تېره اونۍ د ورزش او بدني روزنې ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.

د طالبانو رژیم د واک د بشپړ انحصار او په ټوله کې ملایانو او د مدرسو فارغانو ته په سپارلو  تورن دی، خو دوی دا ادعاوې ردوي او وایي چې په ادارو کې یې غیر طالبان هم د مامورینو په توګه ورسره ساتلي دي.

1 COMMENT

  1. قدیانی قاری به اوس د رادیو له خوا خپل قدیانی پنجابی ایا تونه خپلو قدیانیو مریدانو ته مسلسل تبلیغ کړی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب