دوشنبه, مې 20, 2024
Home+داسې روباټیک پېلوټ جوړ شو چې تر انسان الوتکه ښه چلوي

داسې روباټیک پېلوټ جوړ شو چې تر انسان الوتکه ښه چلوي

تاند (پنحشنبه، د سنبلې۲مه) د جنوبي کوریا د پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انستیتیوت څېړونکي د یوه داسې انسان وزمه روباټ په جوړولو بوخت دي چې هر راز الوتکه الوزولی شي.

دا روباټ، چې د جوړولو چارې یې بشپړې شوي، پیبات نومېږي او تر انسان په دقت او بهتره الوتکه چلولی شي.

د جنوبي کوریا د ساینس او ټکنالوژۍ انستیتوت د برېښنا انجنیر ډیوید شیم وايي«پیبات انسان ډوله روباټ دی او هوبهو د انسان په شان د پېلوټ د کابین د سیګنالونو په کنټرولولو الوتکه الوزولی شي.»

د دغه روباټ په اړه ویل شوي چې که په هوا کې الوتکه له سختو ټکنانونو سره مخامخ هم شي، په خپله اوچته تکنالوژۍ ځان کنټرولوي او په خورا مهارت الوتکه له ستونزو ژغوري.

بهرنۍ کمرې پیبات ته دا امکان ورکوي چې د الوتکې حالت وڅاري او داخلي کمرې بیا د الوتکې د کنټرول د وسایلو او د بټنو په کارولو کې ورسره مرسته کوي.

دا روباټ ډيرې خبرې په حافظه کې ساتلی شي.

د انجینرانو په وینا، د پیبات حافظه دومره قوي ده چې د هوايي چلن جدولونه، نقشې او جپسن په یاد وساتي، حال دا چې د انسان لپاره دا ناممکنه ده.

ډوید شیم وايي پیبات بیلابیلې الوتکې الوزولی او چلولی شي او ژر د هرې الوتکې له کنترول سره ځان بلدوي.

د څېړونکو په وینا مصنوعي ذهانت په ساینس او تخنیک کې بې ساری بدلون راوستی دی. د همدې ټکنالوژۍ له برکته پیبات ته دا امکان برابر شوی چې تر انسان ډیر څه ذهن ته وسپاري او عملي یې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب