Home+له ۱۰ ورځو راهیسي میټا د ورځې ۱۰۰ زره ډالره جریمه کیږي

له ۱۰ ورځو راهیسي میټا د ورځې ۱۰۰ زره ډالره جریمه کیږي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲مه) د اګست له ۱۴ څخه میټا شرکت، چې فیسبوک او انسټاګرام ورپورې تړلي دي، په ناروې کې هره ورځ یو میلیون کرونه (نژدې یو لک امریکايي ډالر) جریمه کېږي.

د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، په ناروې کې د شخصي معلوماتو د ساتنې اداره وايي، د سوداګري اعلانونو لپاره د کاروونکو له شخصي معلوماتو د کا راخیستلو د بندیز په خاطر د فیسبوک او ایسټاګرام خاوند هره ورځ ۱۰۰ زره ډالره جریمه کوي.

د دې ادارې په وینا، د مټا شرکت د فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو ته د سوداګري اعلانونو د استولو د اړوندو مقرراتو سرغړونه کوي.

له بلې خوا د میټا مدافع وکیل په محکمه کې وویل، چې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې، چې ناروې هم پکې شامله ده، د سوداګري اعلانونو تر استولو مخکې به د کاروونکو نظر وغواړي چې ایا موافق دي او که نه دي.

ده په عین حال کې وویل چې نه پوهیږي په څومره موده کې به د خپلو کاروونکو نظرونه معلوم کړای شي نو هیله لري چې محکمه تر هغو چې میټا شرکت د خپلو کاروونکو نظر معلوموي، جریمه وځنډوي.

خو د ناروې د شخصي معلوماتو د ساتنې اداره وايي چې پرېکړه به پر ځای وي او هر کله چې میټا شرکت خپل نظر بدل کړ، هماغه مهال به په دې موضوع غور وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...