جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه بریتانیا کې په لومړي ځل د یوې ښځې رحم بلې ته...

په بریتانیا کې په لومړي ځل د یوې ښځې رحم بلې ته پیوند شو

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲ مه) په لومړي وار د یوې ښځې زیلانځ یا رحم بلې ښځې ته په بریتانیا کې پیوند شو.

د پریس اسوسېشن خبري اژانس د راپور له مخې، دا بریالی پیوند د اکسفورډ په چرچل روغتون کې وشو.

ډاکترانو په ۹ ساعتونو او ۲۰ دقیقو اوږدو جراحي عملیاتو کې د یوې ۴۰ کلنې ښځې رحم د هغې ۳۴ کلنې خور ته پیوند کړ.

څلوېښت کلنه ښځه ۲ ماشومان لري او غوښتل یې چې خپل رحم چا ته اهدا کړي.

د دې جراحي عملیاتو د ټیم مشر ډاکتر، پروفیسر سمیت وویل چې دا یوه فوق العاده تجربه او ستر بری دی.

کشرې خور ته پیوند شوی رحم د هغې په بدن کې نورمال فعالیت لري خو پرله پسې څارل کېږي.

دا ښځه، چې نه غواړي رسنۍ یې نوم خپور کړي، د (MRKH) په نوم په یوې نادرې مورزادي ناروغۍ اخته ده.

په هرو ۵ زرو ښځو کې یوه دا ډول ناروغي لري. دا ډول کسان په حقیقت کې رحم نه لري خو تخمدانونه یې روغ وي او ښځینه هورمونونه تولیدوي. له همدې کبله په تداوۍ حامله کېدای شي.

دا بری له هغو ښځو سره لویه مرسته کوي چې ماشوم یې نه کېږي.

1 COMMENT

  1. دا ډول طِبی عملیات اخلاقی او مدنی توجیه لری او د ستائنی وړ دی ضمناً یو مشروع خدمت ګڼل کیږی.
    امّا
    د کرائی د رِحم کیسه ډیره ترخه ده.
    د غرب ثروتمنی ښځی ( کوم چی د مختلفو دلائلو له مخی نه غواړی یا نه سی کولای پخپل رِحم کی اولاد تمکین کړی ) نو خپل مواد او د میړه مواد حضوراً په اوکراین کی یوه طِبی مرکز ته سپاری او هغوی د ناځوانه زامن د تجارتی تبلیغاتو له لیاری د کرائی میرمنی مومی او مستقیم ئی مواد په رِحم کی ور تزریقوی او چی کله ئی څو میاشتی وروسته ماشوم وزیږی نو ئی مربوطه طِبی مرکز ته سپاری او هغوی ئی د سپرم اصلی خاوندانو ته سپاری.
    دا مرکز د ماشوم د اصلی والدینو څخه ۵ یا ۶ زره ډالره تر سره کوی خو د کرائی حاملی بیچاره ته ایله سل ډالره پلاس ورکوی. د ماشوم د اصلی والدینو د سپارښتنی خلاف، د کرائی میرمنی ته سم خواړه او میوه هم نه ورکوله کیږی.
    دی ته وائی مُډرن مرئیتوب.
    د اوکرائن خلګ ډیر نا وخته پوه سوه چی غربیانو ئی له هری زاوئی څخه مور پر خرابات ور کینولی ده.
    ( البته دا تجارت مخکی د اوکراین په ډیرو ښارونو کی رواج درلود خو اوس یوازی د کیف په ښار کی تر سره کیږی او بازار ئی مخکی غوندی تود هم نه دی) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب