Homeخبرونهد کابل پولیسو د ځوانې یوټیوبرې حورې سادات وژل کېدا تایید کړه

د کابل پولیسو د ځوانې یوټیوبرې حورې سادات وژل کېدا تایید کړه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲ مه) د طالبانو حکومت نن (پنجشنبه) تایید کړه چې افغان یوټیوبره، حوره سادات د روانې اوونۍ په پیل کې وژل شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ په ټویټرږ ایکس کې لیکلي چې دا پېښه درې ورخې پخوا د کابل په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

ځدراڼ همداراز ویلي چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوي چې یوه یې ښځه ده.

د ځدراڼ په وینا د دې پېښې پهاړه څېړنې روانې دي.

د حورې سادات کورنۍ د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. ګومان کېږي چې د دې پېښې انګېزه جنايي وي.

 سادات په خپل چاینل کې عموماً پر ټولنیزو مسلو تمرکز درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...