جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیونسیف په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو ۸۵٪ قربانیان ماشومان...

یونسیف په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو ۸۵٪ قربانیان ماشومان دي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲ مه) د ملګروملتود ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو په سلو کې ۸۵ قربانیان ماشومان دي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د څو لسیزو له جګړو پاتې مرمۍ او ماینونه وخت په وخت پر ملکي وګړو چوي او مرګ ژوبلې اړوي.

د یونسیف په وینا، افغانستان د جنګي وسلو او مهماتو تر ټولو ککړ هیواد دی.

دې ادارې ویلي، له اروپايي اتحادیې سره یوځای افغان ماشومانو ته ښيي چې ناچاودلي مهمات وپېژني او ځان ورڅخه وساتي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پر اساس، د ۲۰۲۲ له جنورۍ څخه د سږ کال تر جون پورې په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې ناچاودلو مرمیو او ماینونو په چاودنو کې ۶۴۰ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

سورصلیب وايي، له جګړې پاتې مهمات په افغانستان کې د ملکیانو لپاره یو خورا لوی او دایمي خطر دی، خو د چاودېدونکو موادو او ماینونو د پاکولو لپاره هلې ځلې تراوسه بریالۍ شوي نه دي.

دې کمېټې همداراز ویلي، سره له دې چې اوس په افغانستان کې جګړه کمه شوې، د ۲۰۲۱ له اګست را په دې خوا د ماینونو او نورو ناچاودو مهماتو د چاودنو  په اثر مرګ ژوبلې نه یوازې کمې شوي نه دي بلکې لا زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...