چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهینس سټولټنبرګ د افغانستان کې که پاتې کېږو سر او مال بایلو،...

ینس سټولټنبرګ د افغانستان کې که پاتې کېږو سر او مال بایلو، که وځو لاس ته راوړنې

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) ناټو وایي له افغانستان د وتلو یا پاتې کېدلو لپاره باید پور پرې کړو.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا له منتخب ولسمشر جو بایډن سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او همدا راز له دغه هېواد د سرتېرو پر ایستلو بحث کړی.

ینس سټولټبرګ وایي ناټو که په افغانستان کې پاتې کېږي نو دې ته باید تیاره وي چې د جګړې مالي او ځاني لګښت پرې کړي او که له دغه هېواد وځي نو بیه یې بیا د تېرو لاس ته راوړنو له لاسه ورکول دي.

ینس سټولټنبرګ ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت د پای ته رسولو لپاره بېړه نه ده په کار.

سټولټنبرګ داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې ټاکل شوې ژر د ناټو د بهرنیو چار وزیرانو غونډه وشي او په هغه کې هم د افغانستان په اړه خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...