دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز:بایډن باید افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅه وکړي

نیویارک ټایمز:بایډن باید افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅه وکړي

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل باید مسوولانه وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده.

سرچینه وایي د لومړي ځل لپاره امریکا او سیالان یې د افغانستان د سولې په اړه یوه خوله دي، خو د سولې اوسنی بهیر د اندېښنې وړ دی.

ددغه ورځپاڼې په مطلب کې راځي چې افغانستان دایمي سولې ته اړتیا لري او د جو بایډن حکومت ته په کار ده چې په دې اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي.

نیویارک ټایمز لیکي د بایډن حکومت د سیمې له هېوادونو سره د خبرو له لارې او دلته د افغان سولې په تړاو د لا ژمنتیا په رامنځ ته کولو سره کولی شي دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي.

نیویارک ټایمز دغه راز وایي چې طالبان باید پر ژمنو عمل ته وهڅول شي او پر دوی ټینګار وشي چې د سولې له بهیر سره صادقانه وي او د جګړې ددوام لپاره دې په فرصتونو پسې نه ګرځي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې په قطر کې د تیرو دوو میاشتو راهیسې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي او د طالبانو یو مهم شرط دا دی چې له افغانستان باید بهرني ځواکونه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب