دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهعرب نیوز: ایران په افغانستان کې د پراخ نفوذ په لټه کې...

عرب نیوز: ایران په افغانستان کې د پراخ نفوذ په لټه کې دی

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) عرب نیوز نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې وروستیو تحولاتو او د ایران هڅو ته اشاره کړې ده.

دغه نشریه لیکي ایران له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ ولري او اوس غواړي واک ته د طالبانو د رسېدو له لارې په دغه هېواد کې د عراق، سوریې او نورو سیمه ییزو هېوادونو په څېر بشپړه مداخله ولري.

سرچینه دغه راز وايي چې ایران له طالبانو سره پراخې اړیکې لري، په افغان حکومت کې د نفوذ په لټه کې دی او ددغه هېواد د سپاه پاسدارن ځینو غړو د ديپلوماتانو تر نامه لاندې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.

عرب نیوز وایي نړیوال باید په سیمه کې د ایران تحرکاتو ته متوجه وي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې خبره کیږي بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله یاد هیواد په افغانستان کې لاسوهنه باندې تورن دی.

تر اوسه ایران د دغه نشریې په اړه کوم څه ویلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب