یکشنبه, مې 19, 2024
Home+پر بابراعظم د جنسي ځورونې تورونه لاسخت شول، حامزه مختارمحکمې ته لاړه

پر بابراعظم د جنسي ځورونې تورونه لاسخت شول، حامزه مختارمحکمې ته لاړه

تاند( سه شنبه، د قوس ۱۱) هغه مېرمن چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر لوبډلمشر بابر اعظم د جنسي ځورونې تور لګولی وو اوس د نوموړي پر ضد محکمې ته شکایت کړی.

پاکستاني رسنۍ وایي د حامزه مختار د لاهور محکمې ته تللې ده او د بابر اعظم ، محمد اعظم، فېصل اعظم، کامل اعظم او محمد نويد پر ضد يې د عريضې غوښتنه کړې ده.

دغه ښځه وايي، چې له ٢٠١٢ کال راهيسې ورسره بابر اعظم ناروا اړيکې لرلې او په دې وخت کې هغه حامله هم شوه چې وروسته يې پرې حمل لرې کړ.

نوموړې وايي پوليسو ته هم تللې وه خو د بابر اعظم پر ضد پوليسو د هغې عريضه ونه ليکله.

يادې ښځې له محکمې غوښتنه کړې ده چې د يادې حوزې د پوليسو مشر دې هم په دې محکمه کې شامل شي.

دغه ښځه وايي چې په ٢٠١٠ کال کې بابر اعظم هغې ته د واده وړانديز وکړچې هغې هم دا وړانديز ومانه خو په خبره يې وروسته چې کله کورنيو ته دا خبره وکړه نو کورنيو يې دا خبره ونه منله او بابر اعظم او دې پرېکړه وکړه چې په محکمه کې به واده کوي.

حامزه مختار زياتوي: « په ٢٠١١ کال کې بابر اعظم زه په دې خبره له کوره بوتللم چې په محکمه کې واده کوو او له هغه وروسته موږ په بېلا بېلو ځايونو کې ګډ وخت تېر کړ.»

https://taand.net/%d8%ad%d8%a7%d9%85%d8%b2%d9%87-%d9%85%d8%ae%d8%aa%d8%a7%d8%b1-%d8%a8%d8%a7%d8%a8%d8%b1%d8%a7%d8%b9%d8%b8%d9%85-%d8%ad%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%da%a9%da%93%d9%85-%d8%a7%d9%88-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d9%8a/

هغه زیاتوي: «زه په ٢٠١٦ کال کې حامله شوم او کله چې مې بابر اعظم ته وويل، نو هغه ډېر بد چلند وکړ او ماته يې وويل چې حمل وغورځوه.»

حامزه مختار وايي، په ٢٠١٧ کال کې ما د بابر اعظم په تړاو پوليسو ته شکايت وکړ، خو پوليسو زموږ ترمنځ راضي نامه وکړه او راضي نامه په دې وشوه چې بابر اعظم به له ماسره واده کوي.

مختار وايي له لس کلونو راهيسې ورسره دا ظلمونه کېږي او له دې وروسته به چپه خوله پاتې نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب