دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمیدان وردګ ولایت کې برمته شوې ۱۱ کسان راخوشي شول

میدان وردګ ولایت کې برمته شوې ۱۱ کسان راخوشي شول

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۱) څو ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالۍ کې ۲۸ ملکي کسان د وسله والو مخالفینو له لوري برمته شوي و، چې له دې ډلې ۱۱ کسان يې په همغه وخت کې خوشي او یولس کسان يې ځان سره برمته وساتل.

دغه پاتې ۱۱ ملکي کسان تېره شپه د ولایتي ادارې په هڅو د قومي مشرانو، علماو او مخورو په منځګړیتوب د برمته کوونکو له منګولو خلاص او خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

په داسې حال کې چې تېر کال هم د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له لوري (۵۰) ملکي کسان برمته شوي و.

د معلوماتو له مخې ټول تښتول شوي کسان نارینه وه چې د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ څخه کابل ته روان وو.

د جلریز – کابل لویې لارې یو شمېر مسافر بیا وايي چې ډېر کله دوی په دې لاره له ستونزو سره مخامخ شوي او وخت ناوخت د طالبانو په کمربندنو کې ترې پوښتنې کېږي او حتی یو شمېر مسافر یې له ځان سره بېولي دي.

طالبان او د میدان وردګ چارواکي دواړه تاییدوي چې جلرېز کې دغه ډله پراخ حضور لري.

د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په وروستیو څو کلونو کې طالبانو د افغانستان د شمال او لویدیځ په لويو لارو وار په وار مسافر تښتولي چې بيا يې بېرته خوشې کړي، خو ځیني یې وژلي هم دي.

ځايي چارواکي وايي دغه کار طالبانو کړی دی، خو ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو ادعاوو په ځواب کې ویلي چې په دې اړه په جزیاتو تر لاسه کولو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب