Homeخبرونهايران افغان سولې ته ژمنتيا ښيي، خو د نیت په اړه يې...

ايران افغان سولې ته ژمنتيا ښيي، خو د نیت په اړه يې شکونه شته

تاند ( سه شنبه، د قوس ۱۱) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د سیمې پر روان وضعیت تلیفوني خبرې کړې دي.

د دې خبرو پرمهال ایران یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به هر اړخیزه مرسته کوي.

جواد ظریف په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې روانې خبرې به ژر يوې پایلې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزير حنیف اتمر هم په دې تلیفوني اړيکه کې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کولو په برخه کې د ایران هڅې ستایلي.

ایران داسې مهال په افغان سوله کې خپله ژمنه بیا تازه کوي چې یو شمېر رسنیو په خپلو ليکنو کې د ایران پر نیت شک ښودلی.

عرب نيوز لیکي ایران له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ ولري او اوس غواړي واک ته د طالبانو د رسېدو له لارې په دغه هېواد کې د عراق، سوریې او نورو سیمه ییزو هېوادونو په څېر بشپړه مداخله ولري.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d9%87%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d9%86%d9%81%d9%88%d8%b0-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...