دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهکابل کې هغه ۴ تنه نيول شوي چې، په مقناطیسي ماینونو يې۲۰...

کابل کې هغه ۴ تنه نيول شوي چې، په مقناطیسي ماینونو يې۲۰ حکومتي کارمندان وژلي

تاند (سه شنبه، د قوس ۱۱) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي امنیت ځواکونو د مقناطیسي ماینونو نښلولو په تړاو څلور تنه نیولي دي.

صالح وايي دغو کسانو منلې چې په وروستیو میاشتو کې یې ۲۰ حکومتي کارکوونکي د مقناطیسي ماینونو په وسیله وژلي دي.

بل لورته د ملي دفاع وزارت هم وایي: هغه څلور تنه یې نیولي چې کابل ښار کې یې پر دولتي موټرو مقناطیسي ماینونه نښلول.

دفاع وزارت زیاتوي، دغه کسان تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

دا کسان داسې مهال نيول کېږي چې، په دې وروستیوکې په کابل ښار کې د نښلول شويو ماینونو له امله مرګ ژوبله ډېره شوې او خلک يې وېره کې اچولي دي.

کابل ښاريان وایي له وېرې خپل موټرې له کوره نه شي ويستلای او که چېرته يې وباسي هم نو دا وېره ورسره وي چې مقناطیسي ماین يې موټر پورې نه وي نښلو شوی.

خو امنيتي چارواکي بیا ژمنه کوي چې د کابل له ښار به دا وېره ختموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب