دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: دهراوود کې ۱۹ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: دهراوود کې ۱۹ طالبان وژل شوي

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د اروزګان ولایت پر دهراوود ولسوالۍ د طالبانو برید شنډ کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان پر خپل ټوېټر لیکلي، طالبان پرون مازدیګر په دهراوود ولسوالۍ کې راټول شوي و او په دې ولسوالۍ یې د برید پلان درلود.

د نوموړي په وینا، افغان ځواکونو په دفاعي حالت کې وار ړومبی کړی او برید یې پرې کړی دی.

هغه زیاته کړې په دغه مخامخ جګړه او هوايي بریدونو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو درې پتڼځایونه او یو شمېر وسلې هم له منځه تللي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب