دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپه دوحه کې د طالب او ایراني چارواکو لیدنه؛ طالبانو ۲۲ کاله...

په دوحه کې د طالب او ایراني چارواکو لیدنه؛ طالبانو ۲۲ کاله پخوا اته ډیپلوماتان وژلي

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) وروسته له دې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو غړو په دغه هېواد کې د ایران سفارت ته د محسن فخریزاده د مړینې د غمشریکي‌ لپاره لاړل، د ایران سفیر پر خپله ټوېټرپاڼه طالبانو ته د غورځنګ کلیمه کارولې ده.

دوحه کې د ایران تازه ګمارل شوي سفیر حمید دهقاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په قطر کې د طالبانو غورځنګ د ایران د دفاع وزارت د څيړنې او نوښت سازمان مشر محسن فخري زاده وژنه غندلې ده او له دوی سره یې غمشریکي ښکاره کړې ده.

د ایران د سفیر دغه ټویټ د ټولنیزو رسنیو له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د یورو نیوز د راپور له مخې دغې لیدنې بیلابیل غبرګونونه پارولي او د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو په مزار شریف کې د طالبانو له خوا د ایراني ډیپلوماتانو وژل کیدو ته اشاره کړې ده.

سرچینه کاږي طالبان ۲۲ کاله وړاندې په مزارشریف ښار حمله وکړه او هلته د ایران قونسلګرۍ ته ور ننوتل چې اته دیپلوماتان او یو خبریال ووژل.

د ایران د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد حوزې څیړونکي، ارش یقین په یوه ټوېټ کې لیکلي، هیله مند دی چې طالبانو د پخوا په څېر سفارت او د سفارت غړو ته زیان نه وي رسولی.

نوموړي زیاته کړې، پکار نه وه چې د ایران سفیر طالبانو ته د غورځنګ کلیمه کارولی، ځکه چې هره ورځ د ګاونډي هېواد بېګناه انسانان وژني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم پرون دوشنبه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له ايران، ترکيې او منځني اسيا هېوادونو سره د دوی د اړیکو مسئول دين محمد حنیف او ور سره پلاوي یې په دوحه کې د ايران له سفير حمید رضا دهقاني او ځینو نورو ایراني چارواکو سره کتلي دي.

د ښاغلي وردک په خبره په دغه لیدنه کې د افغانستان او ایران پر اړوندو مسایلو او بین الافغاني مذاکراتو خبرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب