Homeخبرونهکابل کې یوه ځوان ځان غرغره کړی

کابل کې یوه ځوان ځان غرغره کړی

تاند (سه شنبه د قوس ۱۱) د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یوه ځوان ځان غرغره کړی دی.

ویل کېږي دغه کس حبیب الله نومېږي او د زابل ولایت اوسېدونکی دی.

د نوموړي جسد عدلي طب ته لېږدول شوی، خو تر اوسه د هغه د مړینې څرنګوالی نه دی معلوم شوی.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « دا ځوان حبیب الله نومېده چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د خواجه اتش کلي اوسیدونکی و چې دلته یې د حلالې ډوډې پیدا کولو په موخه د غمیو کارکاوه.»

نوموړی زیاتوي، چې د عدلي طب تر معایناتو وروسته به ددغه کس جسد زابل ته انتقال شي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامزر هم تاییدوي چې یاد کس د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه واحد سیمه کې خپل ځان غرغره کړی دی.

نوموړي تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې پولیسو په دې هکله پلټنې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....