Homeخبرونهاروپايي ټولنه وايي د چاپېريال ککړوونکو ګازونو د مخنيوي پرېکړه يې بريالۍ...

اروپايي ټولنه وايي د چاپېريال ککړوونکو ګازونو د مخنيوي پرېکړه يې بريالۍ ده

تاند (سه شنبه، د قوس ۱۱) اروپايي ټولنه وايي چې د ګلخانه يي او چاپېریال ککړوونکو ګازونو د تولید په کمولو کې د دوی طرحې مثبتې پایلې لرلې دي.

د اروپایي کمیسیون له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ له ۱۹۹۰ تر دې دمه پورې د ګلخانه يي او نورو زهري ګازونو او چاپېریال ککړونکو توکو په تولید کې ۲۴ سلنه کموالی راغلی دی.

سرچینه کاږي چې دا د پام وړ شمېره ده او هڅه کېږي چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې د یادو ګازونو تولید صفر ته راښکته کړل شي.

اروپايي ټولنې پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د ځمکې د ساتلو لپاره د چاپېریال په ساتنه کې خپل اقدامات جدي او ډېر کړي.

د چاپېريال ککړتيا یو له هغو مواردو څخه ده چې په دې وروستیو کې د ټولې نړۍ پام را خپل کړي او که چېرې پام ورته ډېر نشي ښايي بشري ناورين رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...