سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهطالبان:د ناټو ځواکونو پاتې کېدا به د موافقې سرغړونه وي

طالبان:د ناټو ځواکونو پاتې کېدا به د موافقې سرغړونه وي

تاند(دوشنبه، د دلوې۱۳) وروسته له دې چې د ناټو چارواکو وویل، د مې له میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور ته دوام ورکوي، د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وویل، که ناټو خپل ځواکونه ونه باسي دا به د موافقې سرغړونه وي.

ظاهراً طالبانو د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ له امریکا سره د دغه هیواد د پوځیانو د وتلو په اړه مشروطه موافقه کړې چې د امریکايي چارواکو په باور طالبانو په موافقه کې منلي شرطونه په ځای کړي نه دي. په دې موافقه کې د ناټو ځواکونو یادونه نه ده شوې او نه د ناټو تړون سرمنشي یا کوم بل چارواکي موافقه لاسلیک کړې ده.

خو الجزیرې تلویزیون د طالبانو د قطر د دفتر له ویندوی محمدنعیم سره په دې اړه مرکه کړې او ورته ویلي یې دي چې د ناټو چارواکي وايي چې د مې له میاشتې وروسته، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ده، د ناټو پوځیان نه وځي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%8a-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%ae%d9%be%d9%84-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%87-%d9%86%d9%87-%d8%a8%d8%a7%d8%b3/

طالب ویندوی د دې خبرې په ځواب کې ویلي، که له یادې نېټې وروسته بهرني پوځیان پاتې شي دا به د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې ښکاره سرغړونه وي ځکه چې د ده په وینا د موافقې پر اساس باید ټول بهرني پوځیان د موافقې د لاسلیک له وخته په ۱۴ میاشتو کې ووځي.

محمد نعیم د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بهرني پوځیان د اپریل په پای کې ونه وتل، نو ایا دا مسله به د سولې پر خبرو اغېز ولري؟ وویل«موږ تمه نه لرو چې بل لوری به د موافقې سرغړونه وکړي. موږ غواړو او هیله لرو چې ټولې خواوې موافقه عملي کړي او سرغړونه یې د هیچا په ګټه نه ده.

ده د امریکايي چارواکو د دې خبرې په ځواب کې چې وايي، طالبانو موافقه نه ده عملي کړې، اوربند یا اورکم یې نه دی کړی، له دولت سره یې صادقانه خبرې نه دي پیل کړي او له القاعده سره یې اړیکې نه دي شلولي، وویل دا ادعاوې بې اساسه دي او «اسلامي امارت» پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحادیې هم پرون په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان د موافقې په نه رعایتولو او نه تطبیقولو تورن کړل.

طالبانو پخوا ویل چې که بهرني پوځیان اعلان وکړي چې له افغانستانه وځي، دوی له خپلو افغانانو سره ستونزه نه لري خو اوس جګړې ته په شدت دوام ورکوي او فکر کوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه کمزورې شوې او ممکن د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره سم به کابل او نور افغانستان ونیسي او یو وار بیا به د نوي یمې لسیزې په شان اسلامي امارت پر افغانستان تحمیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب