شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+پغمان | حبیب الرحمان رحیمي

پغمان | حبیب الرحمان رحیمي

د کابل په لوېديځ کې یوه له مشهورو ولسوالیو څخه ده چې د تفريحي ځایونو له مخې زیات ارزښت لري کومه ځمکه چې غرنی طبیعت ، ښکلې هوا او ښه باغونه لري دې ټولو پغمان ته دا ښکلا بښلې ده چې هر کال یو زیات شمېر سیلانیان یا د شوې سیمې ته ورشي، سړې اوبه یې وڅښي ، تازه ساګانې په کې واخلي او له طبعي ښایست څخه یې لیدنه وکړي.

دې لیکنې څخه زموږ موخه د پغمان د کلیمې مانا ده. د پغمان په اړه په دهخدا قاموس کې داسې راغلي دي: کابل ته نږدې د غرونو سلسله چې په هندوکش او بابا د غرونو سره تړلې ده، د همدې غرونو د غربي غخېد لوری یې  د هلمند (هېرمند -هندمند) سرچینه ده او احتمال لري چې د اوشیدرن یا اوشیدم چې دواړه یو دي په اوستا کې دواړه په ځلونو یاد شوي دي هماغه غرنۍ غخېد نه وي له کومو چې د هلمند سیند اوبه اخلي.

څرنګه چې تمدنونه د غرونو په لمنو کې منځ ته راځي نو نومونه هم تر ډېره د بشري ژوند تر څرنګوالي پورې اړوند اېښودل کیږي نو له همدې مخې موږ هغه عوامل او شکونه چې دا نوم به ترې را وتلی وي څېړو.

بګمان: دا نوم چې د بګ او مان له دوه کلیمو په پیلو سره جوړ شوی دی، لومړی کلیمه یې بګ چې د لوی او کلک مانا لري؛ کوم چې په دې نامه سره زموږ د هېواد یو شمېر سیمې نومول شوې دي لکه، بګرامي، بګرام او نور دي .

 بکمان: دا نوم چې د بک او مان له دوه کلیمو په پیلو سره جوړ شوی دی، لومړی کلیمه یې بک چې د لوی مانا  لري ؛کوم چې په دې نامه سره زموږ د هېواد یو شمېر سیمې نومول شوې دي لکه ،باک،بکواه ،زیباک او نور دي .

بلخوا مان هغه کلیمه ده چې د وروستاړي په بڼه راغلې ده پدې حالت کې بیا د ځای ځایکي مانا ورکوي نو له همدې مخې دواړه کلیمې به سره یوځای کړو چې بګمان به ترې جوړ شي کوم چې د کلګ ځای او یا د لوی ځای مانا ورکوي ،یا په بل عبارت د مېنې مانا ورکوي، دا ډول نومونه ځګه ریښتني ښکاریږي چې غرنۍ  سخته ځمکنۍ بڼه لري او همدا څه به وي چې د سخت ځای مانا ترې راوځي.

برمان: که چېرته وګورو پغمان او لغمان په نامه دوه نږدې سیمې دي چې بېل بېل اقلیم لري ، پخپلو منځونو کې قومي ریښې لري خو دې تر څنګ یو شمېر قومونه لکه عرب  قوم اوړي کې پغمان ته راځي او ژمي کې بیرته لغمان ته ګرځي نو له دې مخې د اوړي مېنې او یا د ژمي مېنې مانا ورکوي

څرنګه چې لوړې ساحې په اوړي کې مناسبه هوا لري او خلک هڅه کوي  چې خپل وخت دلته تېر کړي او د سیمو د معمولي لهجې له مخې بر یا بره کلیمه د لوړو ځایونو لپاره کاریږي نو له همدې مخې دا به برمان یا بره مېنه وي .

باغمان: د پغمان کلیمه د باغمان د نوم سره ډېر نږدې ښکاري خو د پغمان د غرونو لمنې هم د دې غرونو د سپینو واورو له کبله شنې شوې دي ،ګڼ شمېر باغونه په کې رامنځ ته شوي دي څرنګه چې د سیمې طبیعت او نوم یوله بل سره سر خوري نو دا د باغونو مېنه یا بڼمېنه ده

باغ امان: څرنګه چې د هېواد مشهور پاچا امان الله خان په پغمان کې زېږېدلی دی او واک ته په رسېدو یې په پغمان کې ګڼې ابادۍ د بڼوڼو په ګډون کړې دي هم نسبت ورکول کیږي خو دا ځګه د منلو نه ده چې تر شاه امان الله غازي د زېږون تر مخه دا سیمه پغمان نومول شوې ده .

په نتیجه کې د ټولو نومونو څخه ماته بګمان او باغمان تر نورو قوي ښکاري ځګه چې پغمان ته لږ څه لېرې سیمې د بګرام او بګرامي په نومونه شته خو باغمان په بڼه نوم د سیمې ښېراز طبیعت درته هر څه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب