دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهازبکستان: د تاشکند غونډې اصلي هدف په افغانستان کې د انساني فاجعې...

ازبکستان: د تاشکند غونډې اصلي هدف په افغانستان کې د انساني فاجعې مخنیوی دی

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏ په واشنګټن کې د ازبکستان سفير جولان وهاب اوف وايي، چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه د پیل شوې دوه ورځينۍ غونډې اصلي هدف د افغانستان د بشري فاجعې د مخنيوي لپاره د هڅو همغږي کول دي.

نوموړي د يادې غونډې په اړه ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ټام ويسټ تر څنګ د طالبانو او د نړۍ د شاوخوا شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي برخه پکې لري.

د ازبکستاني دیپلومات په خبره، د غونډې اصلي هدف افغانستان ته د بېړنيو او موثرو مرستو د برابرولو لپاره همغږي ده.

له نړيوالې ترهګرۍ سره مبارزه او په دې اړه د هڅو همغږي کول هم د نننۍ غونډې له نورو اصلي موضوعاتو څخه ګڼل کیږي.

ځينو هندي رسنیو ویلي، چې په یاده غونډه کې د دوی يو پلاوی هم برخه لري.

په دې غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي هم د يوه پلاوي په ملتيا پرون ازبکستان ته تللی.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزيه کوفي پر ازبکستان تور لګولی، چې د يادې غونډې له بللو او پکې طالب پلاوي ته په رشوت ورکولو غواړي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د ازبکستان خلاف د کیدونکي افراطي اقداماتو له شره ځان وژغوري.

څو میاشتې وړاندې د اروپايي ټولنې استازو وويل، چې د ازبکستان په ترمذ کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د یوه کمپ په جوړولو توافق ته رسیدلي.

ځینې شنونکي باور لري، چې ازبکستان دا کنفرانس او طالبانو سره د نیږدې کیدو نورې هڅې په ټوله کې د خپلو ګټو لپاره تر سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب