عبدالوحيد وحيد
د جګړو له امله افغانانو ته په ملي کچه د مشرتابه نشتوالى، په سياسي اقتصادي علمي او ټولنیزو برخو له سيالانو څخه وروسته پاتې هيواد، محروم او محتاج ولس او د ډيرى ځوانانو افراطي ذهنيت سمبالول پرتې ننګونې دي. همدغه لامل وو چې د تېر حکومت په وړاندې د وسلوالې مبارزې مخالف وم. د اوسني حکومت په خلاف وسلوال پاڅون د ځينو جنګي ډلو په اصطلاح اخري غوراوى نه ګڼم.
زما په اند د حکومت لخوا د معلوماتي تيکنالوژي له دومره پرمختګونو سره د حکومتي نيمګړتياو په تړاو په سوله ييزو لارو د سياسي مخالفت نه منل، نه يوازې معقول او ممکن نه دى، بلكې وسلوال مخالفت ته لاره پرانیزي، خو بيا هم که احياناً حکومت د سياسي مخالفت د نه منلو تګلارو ته دوام داسې ډېرې لارې شتون لري چې د سالم انتقاد او سياسي مخالفت په برخه کې د مبارزې لپاره اغيزمنې ثابتېداى شي.
تجربو ثابته کړه چې موږ د وسلې په زور حکومتونو نړولاى شو خو د داسې نظام په جوړولو کې له مودو راهیسې ناکام يو چې خپل ولس غوښتنو ته ځواب ووايي او دغه ملت د يوې ګولې ډوډئ لپاره د سوال له ذلت څخه وژغوري او په هسکه غاړه له نړيوالو سره د اوسيدو وړتیا ولرى. بله دا چې په کورنیو جګړو کې ښکېلو ټولو ډلو ته د هغوى د ناوړه کړنو له امله په ملت کې د نفرت په سترګه کتل کیږي.
راځئ د هوا ګزول پريږدو. لوړې ته پورته شو څار وکړو او وګورو چې دنيا چيرته ورسيده او موږ په څه کې سره نښتي يو. څنګه به وکولاى شو چې ارګ ته د توپک په زور د ننوتلو دود ختم کړو. حکومتي واک غنيمت نه، بلکې د ملت سپارل شوى امانت وګڼو، څنګه وکولاى شو چې ملت په حکومتولي کې شريک کړو. د ستونځو په کمولو کې ورسره مرسته وکړو او په خورا ترينګلي وضعیت کې هم له سوله ييزو ډولونو څخه په کار اخیستو د سمون او بدلون لپاره بريالى مبارزه پرمخ يوسو.
په اوس مهال کې د وسلوال مخالفت پلوي افغانان باید پوه شي چې هغوى هم د امریکا د نظامي او استخباراتي ځواک په مرسته له طالبانو څخه حکومت د توپک په زور نيولى وو. طالب چارواکي يې له کورونو څخه را ايستلي او امریکا ته يې سپارلي وو. هغه هم وحشت او ناروا عمل وو او که نن هغوى د طالب چارواکو د انتقام ښکار ګرزي نو دا هم په هيڅ شکل د منلو وړ کړنه نه ده.
شک نشته چې اسلامي امارت د يو ستر عيني واقعيت په توګه په افغانستان باندې تسلط لري. په کليوالي سیمو کې يې يو زيات شمېر افغانان تر شا ولاړ دي. ديني علما د ټولنې د عقيدوي اړخ د معالجينو په توګه منل شوى قشر او له ولسي اغيزمنتوب څخه يې انکار ساده توب دى، خو د حکومتي جوړښت او د تګلارو په برخه کې له خورا سترو نيمګړتياو سره يې د اصلاح لپاره مخالفت څرګندول د هر افغان مسئوليت دى.
البته د ښارونو په شمول په ځينو نورو سيمو کې چيرته چې ټولنيز دودونه توپیر لري او يا هم ډيرى خلک په معاصرو علومو سمبال دي ستونځه شتون ولري. له ښاري دود سره د چارواکو نابلدتيا او له ښار ميشتو سره د هغوى په چلن کې سختي په هيڅ ډول د منلو نه ده. په زور کلي نه کيږي. البته پوښتنه داده چې ايا د نفسياتي مسایلو او دوديزو اختلافاتو له امله له چارواکو سره د دښمن په څېر چلن به په کوم قانون کې د توجیه وړ وګرزوو؟ چارواکي او ولس دواړه يو د بل لازم او ملزوم اړخونه جوړوي او د يو بل په وړاندې خپل خپل مکلفیتونه او مسئوليتونه لري.
دا به هم له واقعيت څخه د سترګو پټول وي چې ووایو دلته هر څه سم دي. ولس سخت خوشحاله دى. د حکومتولي اړين شاخصونه پوره دي، چارواکي په ژمنو ولاړ او د ولس باور يې ترلاسه کړى دى. ستونځه شتون نه لري او که وي، نو جدي نه ده. يا هم سياسي مخالفت ته د امریکا د دوو لسیزو د شتون له امله په ټولنه کې د هغوى د نفوذ رنګ ورکړل شي او دا چې ټوله نړئ له اسلامي امارت سره د دښمني پربنسټ چلن کوي.
حقائق دادي چې ولس د جنګي اړخونو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو بريا او د سولې تړون غوښته، نړيوالو د دغه شان تړون په پايله کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې سترو مرستو ته ژمنتيا او تيارى ښودلى وو. په تېرو دوو لسیزو له بيا رغونې څخه پاتې او جنګونو ځپلي سيمو ته د مهمو رغنيزو پروژو او د خلکو د ژوند کچې د لوړيدو ښه فرصتونه له لاسه ووتل. افغانستان په انزوا کې قرار لري. نه يوازې نوې پروژې بيل نشوې بلکې په زړو پروژو باندې هم کار ولاړ دى او داسې نورې سلګونه نيمګړتياوې شتون لري.
د توپک په زور د هيواد د نيولو د واک د شديد انحصار د بنسټونو د نړولو، د مشروعیت نه ترلاسه کولو د انجونو د ښونځيو بندولو او داسې نورو يو اړخيزه کړنو تمه يې نه درلوده. څرګنده خبره ده چې دا هر څه په نشت حسابول او هيرول ساده کړنه نه ده.
د سولې د پروسې د ناکامي ټوله پړه به يوازې په اسلامي امارت باندي اچول به ناانصافي وي. پخوانى ولسمشر مرستيالان او واکمن ټيم يي هم د سولې په وړاندې خنډونه جوړول او دغه پروسه يې د خپل واک په موخه په سيستماتيکه توګه ځنډوله. هغوى بايد د خپلو جنګي وړتیاوو نيمګړتياو په تړاو دقيقه محاسبه درلوداى او سوله يې په لومړيتوبونو کې ګڼلې واى خو داسې يې ونکړل. نظام يې ونړاوه ،ونړيده او يا هم د نړېدونکي پاڼ په سر پريښودل شو او هغوى وتښتېدل.
د اسلامي امارت مشران باید په خپلو کورنيو او بهرنيو تګلارو کې د سترو نيمګړتياو له امله ورځ تر بلې زياتيدونکى اقتصادي کړکېچ جدي ونيسي او په اوسني نسبي ټکني امنیتي وضعیت باندې خطا نشي. پنځه شپږ کاله د کرزي په حکومت کې هم مطلقاً سوله وه. حاکمې ډلې او امریکا د امنيت ستونځه جدي نه ګڼله او نتيجه يې زموږ په مخکې پرته ده. د اړينو توکو بيې لوړېږي. له بهرنیو ډالري مرستو سره سره افغانئ ارزښت له لاسه ورکوي، بانکونه لاهم نورمال حالت ته نه دي را ګرزېدلي. فقر هيولايي شکل غوره کړى دى، بيکاري ولس له ستوني پورې رسولى دى. ناشونې نه ده چې پورتنۍ ستونځې د توپان د رامنځته کيدو لامل شي.
په کور د ننه هم خورا جدي ستونځې شتون لري. داسې ښکاري چې چارواکي په ټوليزه توګه د پاليسي په ډول ستونځو ته د غوڅ حل د لټون پرځاى مسائل شاته اچوي. له مبهمو الفاظو، بانو او له ژمنو کولو څخه کار اخلي. ملت يې په دغه ډول چلن خواشينى کړى دى. واضحه تګلاره نه لري. اوسني مشران به په داسې فکر کولو سهوه کوي چې د افغانستان خلک به د وخت په تېرېدو او د هغوى لخوا د ښونځيو د پرانستلو په تړاو د هوايي ژمنو په کولو د انجونو د ښونځيو د پرانستلو داعيه هيره کړي.
ګومان مې نه کېږي چې کوم چارواکي دا په زړه پورې عالمانه لیکنه چې د ټولنې ټول دردونه یې په ښه توګه انعکاس کړیدی ، لوستي وي .
سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب مننه افغان صاحب محترمه
لولي يې خو عمل ورباندي نه کوي. يوه رئیس زما ملګري ته ويلي وه چې د وحيد ليکنې وزير صاحب لولي او ورڅخه خفه دى. ما مى ملګري ته وویل مال څوک چې خپله ليکنه نشر ته سپاري نو د پټولو سوال نه پيدا کېږي
الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره
سلام
بیلکل ! موږ نور باید دګواښ،پېغور ، تا او ما څه وکړه لوبې هیرې کړو تیر په تېره! . نه یی نتیجه ورکړې او نه کوم کمال په جګړه کې شته څلور لسیزې موږ دالوبې وازمایلې خو اخر ېې بیا هم هېڅ او څوک مو په رسمیت نه پېژنی دابه ومنو چې دوی شیطان او منافق دی خو موږ څه کوو او حه ډول اسلام ڼړۍ ته ور پېژنو؟ حتی د منځنۍ اسیا نیمه اشغاله هېوادونه لکه دا یودرزن ستان چې دافغانستان پر مټ او زور دروسانو پرماتې رامنځ ته شول هغوی دروسانو په مشوره اوس دتاشکند غونډه جوړوی ا و په غیر مستقیمه توګه افغانستان دترهګری په نوم په سیمه کې ببړو راپېژنی.
دلته دپردې تر شا نورې معاملې روانې دی اوحقیقت ورک دی. ازبکستان په کوم دېپلوماتیک نورم او قانو ن چې افغانستان په رسمیت نه پېژنی خو دبهرنیو چارو وزیر ملا متقی حلوا ته غواړی ؟دوزیر صاحب اشتها بې له هرډول سیاسی او دېپلوماتیک دریځ،اجندا،پلان او با دسیپلینه استعارې چې دملی روابطو اصلی هسته جوړوی دهرې غذا لپا ره چمتو ده نه ،نه وایی! وایی دنشتو مېړو ملک شو میرو!
موږ دسالمې نیوکې په رڼا کې سم ته سم اونا سم ته ناسم وایو دحق او باطل توپیر روښانه دی هره غونده چې داستعمار په مشوره جوړیږی زموږ بهرنی سیاست تر سیوری لاندی راولی .
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً همداسې ده. موږ له نړۍ سره په ورته تشريفاتي کړنو سر نه خلاصوو. دنيا زموږ له چارواکو سره په لیدو کتو کې د هغوى استمزاج کوي ګوري چي څومره توپير يې او بله دا چې زما په اند دنيا نه غواړي د نجيب د حکومت له سقوط وروسته سهوې تکرار کړي نو نه غواړي اوسنى حکومت دومره منزوي شي چې بلخوا مخه وکړي خو زموږ وزيران صاحبان د امریکا يوه استازي ته ان قطر ته ځي. ما خو ورته څو ځلې مشوره ورکړه چې يو با صلاحیت هيئت له نړۍ د تعامل لپاره وټاکي خو منل نشته. کاش چې د نړيوالو په څېر موږ هم له تعامل سره هغه تشريفاتي اړخ ته پام کولاى.
ترڅو چی اوسنی افغان دولت له خپل ولس سره د نړیوالو غوښتنی او له نړی ته د افغان ولس ستونزی او مجبوریتونه څرګند نکړی
زمونږ د افغانانو به د تیر ۴۵ کالو په شان به همدا حالت وو او وی به
ځکه موږ فکر کوو چی نړی موږ ته احتیاجه ده مګر داسی نه وایو چی کچیری احتیاجه ولی زموږ اوسنی دولت په رسمیت نه پیژنی
کچیری نړی دا فکر کوی چی موږ څه وایو هغه به اوسنی دولت را سره ومنی مګر زما په نظر دا ستونزمنه ده ځکه طالب چارواکی د لاندینیو کسانو څخه هر څه پټ کړی چی دوی په دوحه کی له نړی په ځانګړی ډول له امریکا او ملګری ملتونه سره کومه ژمنی کړی
دا چی همدا پټی خبری دی چی نړی له خپل کړی تړون څخه نه ګرځی مګر ځینی کسان فکر کوی چی اوسنی چارواکی څه وایی همدا حقیقت دی، سوال داده چی ولی نړیوالی لومړی ځل دا پټ رازونه د تیر نظام له لوړ رتبه چارواکو سره نه شریکول ځکه لدی معلومیږی چی اوسنی فقر او بیکاری او نړیوالی ستونزی د همدی نړیوالو په ځانګړی ډول د امریکا برتانیی او پاکستان له لوری زیږیدلی دی
مګر یوه ورځ راځی چی موږ به له نږدی ګاونډی هیوادونو سره محاسبه په نړیواله محکمه کی کوو انشاء الله
ځکه اوس نړی پدی پوه شوی چی دا ۴۵ کلن بحران اصلی لامل د امریکا، برتانیه، پاکستان او عربستان وو چی د دوی له لاس افغانان نشی کولی چی په خپل غنی هیواد کی د یوی حلالی روزی څښتنان شی چی د دوی د غلطو پالیسیو له وجهی افغانستان تل مصرفی هیواد پاتی شوی
خدای ج عادل ذات چی په موږ ظلم کاوو اوس د همدی اروپا ، امریکا برتانیه، پاکستان او ایران چین نوبت ده
ټولی هیوادوال به یی ګوری چی ډير ژر به چین تایوان امریکا او جاپان ترمینځ او همدارنګه د ایران او اسرایل او د پاکستان هند ترمینځ په نړیوالی سطحه جنګی حالت را مینځ ته شی ځکه ځینی واقعی سیاسیت مداران چی ولس مینځ کی دی وایی چی څلور هیوادونه (اکراین، تایوان، اسرایل، او پاکستان ) به د نړی له نقشی منزوی شی مګر اوسنی د نړی حالاتو ته چی ګورو تقریبا ۸۰ سلنه امکان لری ځکه ایران له اسراییلو، تایوان د چین او پاکستان په راتلوونکی له داخلی او اقتصادی ستونزو له وجهی او اکراین د روسیی له لوری تر برید لاندی دی
سلامونه ګل محمد صاحب
زموږ ستونځې کورني او بهرني ابعاد او لاملونه لري. په بهرنیو بعدونو باندې مو سمه رڼا اچولې ده. زه يې هم درسره منم خو په کورنیو لاملونو کې په ملي کچه د ملت له خېټې څخه را پورته شويو مشرانو نشتون زموږ نيمګړتيا ده. موږ ولې په پنځه څلوېښت کاله کى ونشو کړاى ملي مشران راپورته کړو. ولې مو د يو بل په ګريوان کې لاسونه اچولې دى او ولي يو بل د منلو وړتيا نلرو.