پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهله خوراکي توکيو وروسته د اوبو قحطي؛ کابل بل ناورين سره مخامخ...

له خوراکي توکيو وروسته د اوبو قحطي؛ کابل بل ناورين سره مخامخ دی

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزير عبدالطيف منصور په کابل کې د اوبو د کمښت د ناورین خبرداری ورکړی.

نوموړي له خلکو غوښتي، چې د اوبو په مصرف کې جدي احتیاط وکړي، کنه دا ناورين به ژر پر کابل ولايت حاکم شي.

ملا منصور په مشخص ډول د بریښنا په مرسته له ژورو کيندل شویو څاه ګانو څخه د خلکو پریمانه او بې ضرورته استفادې ته اشاره کړې، چې ويل کيږي د کابل ښار په هر څووم کور، دفتر او سوداګریز مرکز کې موجود دی.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام په ورته وخت کې د ۳ میلیونه ډالرو د هغې پروژې د پیل خبر ورکړی، چې پنجشېر نه کابل ته پرې د څښاک اوبه انتقاليږي.

د اوبو د چارو شنونکي پر پخوانیو چارواکو نیوکه کوي، چې د ځمکې لاندې اوبو د سرچينو د ښه مدیریت لپاره یې مسوولانه چلند نه دی کړی او افغانستان ېې يوه اوږدمهاله ناورين ته بیولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...