سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله خپلو جنګیاليو ته؛اختلافات مه کوئ،چې ماتيږئ

ملا هبت الله خپلو جنګیاليو ته؛اختلافات مه کوئ،چې ماتيږئ

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، چې د طالبانو ادعا شوي خو نالیدل شوي امیرالمؤمنین مولوي هبةالله اخندزاده په کندهار کې د طالبانو له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې د دې لیدنې پر مهال له نوموړي سره د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم و.

باختر اژانس ویلي، چې هبت الله خپلو جنګياليو ته په یوالي له ټینګار سره وویل:«له اختلافاتو پرهيز وکړئ؛ ځکه اختلافات د ناکامۍ او ماتې سبب کېږي، په یوالي او ورورولۍ منګولې ولګوئ؛ ځکه چې یوالی او برياليتوب به ستاسو د پرمختګ سبب شي.»

د طالبانو د اعلاميې له مخې نوموړي خپلو چارواکو او جنګياليو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې هم اړينې سپارښتنې او لارښونې وکړې.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبانو له خپل یوه پوځي مرکز څخه د ملا هبت الله اخندزاده د لیدنې خبر ورکوي.

طالبانو وخت په وخت له خپلې بیا ځلي واکمنۍ وروسته د ملا هبت الله د څرګندیدو او ورته ویناوو خبر ورکړی، خو يو ځل ېې هم د نوموړي کومه ویډیو او عکس نه دی خپور کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب