Homeخبرونهقومندان پير آغا ترافيکي پېښه کې ومړ؛ سرچېنې: موټر یې د جنرال...

قومندان پير آغا ترافيکي پېښه کې ومړ؛ سرچېنې: موټر یې د جنرال رازق کور نه بیولی و

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏د طالبانو مشهور قوماندان پيرآغا نن په غزني ولايت کې د یوې ترافيکي پېښې له کبله مړ شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه د مړينې او ترافيکي پېښې له تایید سره ويلي، چې پيرآغا له حج څخه تازه ستون شوی و او خپل کور ته روان و.

په دې ترافيکي پېښه کې د نورو کسانو د مرګ ژوبلې او د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالب وياند ويلي، چې پيرآغا د شل کلنې جګړې پر مهال مشهور طالب قوماندان و.

هغه د نوموړي اوسنۍ دنده نه ده ښودلې، خو ځینو سرچینو ویلي، چې پيرآغا د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قومندان و.

یوه افغان خبریال عبدالحق عمري په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې پیر آغا د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په موټر کې روان و، چې ترافیکي پېښې سره مخ شوی.

د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل، چې جنرال رازق سره ېې نیږدې اړیکې لرلې، د نوموړي دغه ټویټ لایک کړی دی.

په وروستيو کې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د ترافيکي پېښو له کبله د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي، چې د طالبانو مرګ ژوبله هم پکې شامله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...