پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د نظامونو خلا

د نظامونو خلا

نعمت الله صدیقي

“په سور سالو کې ګنا نشته”

نظام یا حکومت د خپل بنسټيز هویت له مخې هم د شکل او طرز له پلوه او هم د معنوي ارزښت او عمل له مخې د یوه ریاست او ملک دوه بېلا بېلې ریاستي اډانې او فورمونه دي. د نظامونو او حکومتونو ترمنځ خورا لوی توپير وي، زموږ خلک او سیاسون دا دواړه برخې هم د مغالطو له مخې او هم یې د عقدو په اساس داسې سره ګډوي، چې نظام حکومت ګڼي او حکومت نظام؛ حال دا چې نه نظام حکومت دی او نه حکومت نظام دی. دا انتهايي مهم توپير دی.

نظام د خاصو حقوقي قوانینو او ملي ارزښتونو په اساس هغه ریاستي طرز، ارزښت او ډول ته وايي، چې له مخې یې په یوه ریاست او ملک کې د دایمي ارزښتونو او قراردادنو په اساس حکومت یا حکومتولي رامنځته کېږي. یعنې حکومتونه د ګوندونو، سیاسونو او استازو له خوا د همدې نظامونو پر بنسټ جوړېږي او ړنګېږي، حکومتونه ځي او راځي خو نظام د یوه ارزښت په توګه نسبتاً دایمي وي. حکومتي ادارې، ریاستونه او د خدماتو طرز یې له ریاستي او د نظام له ادارو او د خدماتو له طرز سره توپير لري، دا نظامي ادارې هم لکه د نظام په څېر په دایمي اصولو ولاړې وي او یا د حکومتي هغو ادارو او خدماتو سره فرق کوي. په بله وینا نظام او د نظام بنسټيزې ادارې ملي وي نه حکومتي!! مثلاً فوځ د نظامي یا ریاستي ادارې په توګه دا د نظام هغه اداره وي، چې هیڅ سیاسي او ګوندي تړاو نه لري، د هیچا نه وي؛ مګر د ټولو وي. همداسې مثلاً ترافیکي او ښونیز نظامونه او د نورو ملکي خدماتو ملې ادارې هم یادولی شو. د ارزښتونو له مخې یوه ریاست د نظام ځینې ګډ ملي ارزښتونه هم لري؛ مثلاً بېرغ، سرود او ملي شعایر او ملي مقدسات یې هغه ګډ ارزښتونه وي، چې هیڅ کوم ګوند او سیاسون یې ادعا او یوازې خپل نشي ګڼلای؛ بلکې ګډ یا د ټولو وي.

د نظام او حکومت له دغه سراسري او بنسټيز توپيره مو مقصد او هدف دا دی، چې زموږ د سیاسې جغرافیې ټول سیاسي او نظامي بعدونه او په هره کچه یې د نه پېژاند لامله همدا دی، چې د حکومت په اختلاف مو نظامونه نړولي او د نظامونو د اصلاح په توجیه مو د حکومتونو نړولو ته جواز جوړ کړی دی. د حکومت پرځېدنه یا له منځه تلل او بدلون یې بېخي سیاسي طبعیت دی؛ ځکه هر نظام د خپل طرز له مخې حکومتونه یوازې د یوه معین وخت لپاره ټاکي. خو د نظام له منځه وړل ډېره کمه سیاسي توجیه لري؛ حتی که د بڼې له مخې هم په کوم ریاست یا ملک کې نظام بدلون مومي، د هغې لپاره په خورا ملي کچه له حقوقي مبحثونو او لارو چارو وروسته تصمیم نېول کېږي او حتی د ډېرو اوږدو حقوقي او ملي فیصلو وروسته د نظام بڼه او اصلاحات رامنځته کېږي. یعنې که نظامونه بدلون هم کوي معمولاً د همداسې یوه ساسي او حقوقي ډسکورس او ملي مکالمې په اساس یې کوي؛ مګر له بدمرغه په افغانستان کې د تېرې یوې پېړۍ راهیسې چې څو ځله یې بېلا بېل نظامونه تجربه کړل او وپرځېدل د هیڅ نظام لپاره یې له یوه دغسې طرزه استفاده او ګټنه وانخیستی شوه. هر نظام (استثناً) د یوې محدودې ايډيالوژۍ سره دحکومت په بڼه له یوه نوي نظام سره راغلی او بلااخره د زوړ حکومت له ختمېدا سره یې د هغه حکومت نظام هم ورختم کړی دی او بیا بل یا هغه نوی حکومت هم سره له نظامه نه دی پایدلی.

موږ که د نظام او حکومت پر دغه لږ توپير هم پوهېدای؛ ممکن د شته سیاسي او ملي تاوان قیمت مو دومره نه وای لوړ. د هر حکومت له بدلون سره د نظام بدلون مو دا دی ملي هویت او سیاسي تړاو تقریباً له منځه وړی. دا باید ومنو، چې نظام نه سیاست دی، نه ګوند دی، نه ایډیالوژي ده او نه د کومو ځانګړیو قومونو او شخصیتونو پورې تړلی سسټم دی؛ بلکې دا د همدې ټولو یادو شویو برخو هغه ملي سیاسي بستر وي، چې پرته له دې سمونې او رایجونې یې د هغه ریاست او ملک د نجات او خلاصون هیڅ لار نه وي.

دا بېخي نور د منلو او توجیه وړ نه ده، چې د نظام پر سیاسي، حقوقي او ملي مسایلو دې وسلوالې مبارزې وشي. د حکومتونو تګ او راتګ د اوسنۍ نړۍ د نظامونو بېخي اسانه او سطحي لارې دي. دا حتی پر اختلاف هم نه ارزي. د جګړو، سرونو او هېوادونو پر قیمتونو د حکومتونو له منځه وړل، هیڅ کوم سیاسي او بشري ارزښت نه دی. د وروستي جمهوریت د وروستیو ورځو خبره ده، په خورا جرات وویل شول، چې د حکومتونو لپاره وژل د خلکو لپاره نه دي، خلک ډوډۍ، اوبه او مدني ژوند غواړي؛ خو موږ د نظامونو پر ځای حکومتونو ته ترجیح ورکړه. د جګړې ډګرونه ګرم شول پر زور او زر تمرکز زیات کړای شو. کوم دی؟  نه مو حکومتونه وساتلی شول او نه مو نظامونه ټولمنلي کړل. بله ورستۍ خبره هم همدا ده، چې پرته له ملي او حقوقي بحث او  ډسکورس هیڅ کومه لار نشته. د سیمې او نړۍ چالاکه بلاوې مو په خورا اوښیارتیا څاري. هره یوه درسره مني؛ خو له ملي او حقوقي وحدت یې زړه او زره چاودېږي.

نظامونه هم ممکن د ځینو برخو نیمګړتیاوې ولري؛ مګر دا نیمګړتیاوې او کمزورۍ هم انساني دي یوازې مکالمه او مباحثه یې له منځه وړلی شي. هغه زموږ لنډۍ ده:

په سور سالو کې ګنا نشته

ګنا جلکۍ کې ده، چې ړنګه بنګه ځينه

 د نظامونو تقدس، توافق او مصحلت اوښیار او دقیق سیاستوال او ملتونه پېژني، هر هغه څوک چې په دې سیاسي او نظامي مصلحتونو او نزاکتونو لږ هم خبر وي. نظامونو ته ښکنځل نه کوی، نظامونه پرانساني او بشري قیمتونو مردود نه ګڼي؛ بلکې د یوه ماډل او طرز په توګه یې د خلکو او ریاست لپاره د خدماتو او ریاستي هوساینې لپاره وسیله بولي. نظامونه رښتیا هم د حکومتونو او ملتونو د هویت ترڅنګ د خدماتو او د ملي وحدت مهمې وسیلې دي. هر هغه نظام خلکو ته ډېر د منښتې وړ وي، چې دغه درېواړه برخې په خورا دیانت او بصیرت سرته رسولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب