Homeخبرونهایټالیا ایران او پاکستان نه ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي خپلې خاورې ته...

ایټالیا ایران او پاکستان نه ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي خپلې خاورې ته ولېږدول

تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) ‏ایټالیا وایي، چې له ایران او پاکستان څخه ېې خپلې خاورې ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد بهير چټک کړی او « بشردوستانه دهليز» یې ورته رامنځته کړی دی.

‏د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د ياد شوي دهليز په چوکاټ کې يې له ايران او پاکستان هېوادونو څخه ۳۰۰ تنه افغان پناه غوښتونکي پرون ايټاليا ته ليږدولي دي.

سرچينه زياتوي، چې د دغه دهلیز له لارې به هغه افغانان ايټاليا ته لیږدوي، چې د طالبانو له لاسه له خپل هېواد څخه وتلي دي.

ايټالوي چارواکو د هغو پناه غوښتونکو شمېر نه دی په ډاګه کړی، چې دوی به يې خپلې خاورې ته لېږدوي.

دا هم نه ده معلومه، چې یاد شوي هېواد د کومو معيارونو په اساس افغان پناه غوښتونکي له ايران او پاکستان څخه خپلې خاورې ته لېږدولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...